د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بابړې تاريخي پېښه او د پښتنو اوسنی حالت


په چارسده کې د بابړې پر يادګار ګلونه ايښودل کېږي
په چارسده کې د بابړې پر يادګار ګلونه ايښودل کېږي

د خېبر پښتونخوا د چارسدې په بابړه کې په ۱۹۴۸ کال د خدايي خدمتګار د مشر باچا خان د بندي کېدو پر ضد راوتي لاریون باندې د هغه وخت پاکستاني سرکار په ډزو کې ۶۵۰ تنه وژل شوي ول.

د تاريخي روایاتو او عوامي نېشنل ګوند په وېنا په ۱۲ اګست شوې دا پېښه د هغه وخت مسلم ليګ د حکومت پر مهال وشوه او پولیسو د عدم تشدد په لارويانو تشدد وکړ. هغه وخت خیبر پښتونخوا ضوبه د صوبه سرحد په نامه يادیدله او د صوبايي حکومت مشري د عبدالقیوم خان په لاس کې وه.

د خېبر پښتونخوا په چارسده کې د اګست په ۱۲مه د بابړې پېښې د يادونې لپاره غونډې کېږي او د بابړې په يادګار به د تېرو نورو کلونو په شان ګلونه ايښودل کېږي.

د اګست په ۱۱مه د مشال راډيو د کرښې پر غاړه خپرونه کې د بابړې د پېښې په اړه بحث شوی چې دا ورځ د پښتنو په سیاسي او تاریخي بهیر کې د تورې ورځې یا پښتنو د کربلا په نوم ولې پیژندل کېږي؟

په خپرونه کې افراسیاب خټک، پروفیسر سمیع الدین ارمان او ډاکټر درویش اپرېدی برخه لري. دوی ويلي‌چې د بابړې په پېښه کې وژل شوي خلک د جمهوريت او عدم تشدد په فلسفه روان وو چې بايد شکايات یې په سړه سينه اورېدل شوی وای.

د دې خپرونې کوربه شاهین بونیری دی او تاسي یې له لاندې ځايه اورېدلی شئ.

پښتانه ولې د بابړې پېښه د تورې ورځې په توګه يادوي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:40 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


XS
SM
MD
LG