د لاسرسي ځای

تازه خبر

میکرون او مرین له پېن د ولسمشرۍ دویم پړاو انتخاباتو کې یو بل ته مخامخېږي


FRANCE-ELECTION/
FRANCE-ELECTION/

د فرانسې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته نظر پوښتنې ښيي چې ولسمشر اېمانوېل میکرون له خپلې سیالې نوماندې مرین له پېن څخه مخکې دی.

ممکنه ده چې د اپرېل په پای کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو دویم پړاو ترسره شي.

د فرانسې یوه ټېلېوېژن د یوې شخصي کمپنۍ د نظرپوښتنو پر اساس وايي، د اپرېل پر ۱۰مه تر انتخاباتو وروسته ښکاري چې په لومړي پړاو کې میکرون شاوخوا ۲۹ فیصده او د ښي لاسي ګوند مرین له پېن څه د پاسه ۲۴ فیصده رایې اخیستې دي.

تمه ده چې د اپرېل پر ۲۴مه د انتخاباتو په دویم پړاو کې به معلومه شي چې څوک به د راتلونکو پینځو کلونو لپاره د اروپايي ټولنې د دویمې لویې ابادۍ او پیاوړي اقتصاد لرونکي غړي هېواد مشري کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG