د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایمنسټي انټرنیشنل: د افغانستان د جګړې ښکېل لوري د ولسي وګړو د زیانمنولو ذمه وار دي


په هرات روغتون کې په بریدونو او نښتو کې ژوبل شوي ملکي وګړي - انځور له ارشیفه
په هرات روغتون کې په بریدونو او نښتو کې ژوبل شوي ملکي وګړي - انځور له ارشیفه

د بښنې نړيوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) وايي، طالبانو په داسې حال کې بې له محاکمې وژنې او شکنجې تر سره کړي چې په اګست مياشت کې يې پر افغانستان واک تر لاسه کړ.

دې سازمان د ډېسېمبر پر ۱۵مه په خپور کړي رپورټ کې ویلي چې طالبان، امریکایي ځواکونه او افغان امنیتي ځواکونه ټول د هغو حملو مسوول دي چې د افغانستان د پخواني حکومت تر ړنګېدو مخکې هلته شوي دي او ملکي وګړو ته یې ډېر زیانونه اړولي دي.

په رپورټ کې ویل شوي چې د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د جګړې په وروستیو وختونو کې هغه غیر قانوني وژنې او اعدامونه مستند کړي چې د طالبانو له لوري او د امریکايي او افغان امنیتي ځواکونو له لوري شوې وې.

امریکا د بښنې نړیوال سازمان د تازه رپورټ په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو طالبانو پر ځان پورې شوي تورونه رد کړي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د مې له لومړۍ راهیسې چې امریکايي پوځیانو له افغانستانه وتل پیل کړل، په هغه هېواد کې جګړو ته زور ورکړ او پروړاندې یې افغان ملي امنیتي ځواکونو هم عملیات پراخه کړل.

د بښنې د نړیوال سازمان په وینا، په هغه وخت کې کورونه، روغتونونه، ښوونځي او بازارونه د جنایتونو پر صحنو بدل شوي ول او خلکو ته په مکرر ډول مرګ ژوبله اوښتې وه.

د بښنې د نړیوال سازمان په وینا کورونه، روغتونونه، ښوونځي او بازارونه د جنایتونو پر صحنو بدل شوي
د بښنې د نړیوال سازمان په وینا کورونه، روغتونونه، ښوونځي او بازارونه د جنایتونو پر صحنو بدل شوي

ایمنسټي انټرنیشنل د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) له قوله وایي، د ۲۰۲۱ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په هغه هېواد کې ۱،۶۵۹ ولسي وګړي ووژل او ۳،۵۲۴ ټپیان شول چې دا د تېرکال د همدې مودې پرتله ۴۷ سلنه زیاتوالی ښیي.

د بښنې د نړیوال سازمان له رپورټ سره سم، کله چې طالبانو په جولای او اګست کې زیاتره ولسوالۍ او بیا د ولایتونو مرکزونه نیول نو قومي او مذهبي لږکي او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پخواني غړي او نور هغه کسان چې د حکومت ملاتړي انګېرل کېدل، په غچ اخېستونکو حملو کې وځورول او ووژل شول.

په رپورټ کې د پنجشېر ولایت په بازارک ولسوالۍ کې د سېپټېمبر د شپږمې عملیاتو ته اشاره شوی او ویل شوي چې وسله والو طالبانو شاوخوا ۲۰ سړي نیولي، دوه ورځې یې بندیان کړي او ځورولي ول.

په رپورټ کې د ارمز په کلي کې د طالبانو له خوا د خلکو د کورونو د تالاشۍ یادونه شوې او ویل شوي چې طالبانو په ۲۴ ساعتونو کې شپږ ملکي وګړي په غیر قانوني توګه اعدام کړي دي.

په دغه رپورټ کې د طالبانو له خوا د کندهار په سپین بولدک کې هم په غچ اخیستونکو حملو کې د پخواني حکومت د کسانو د اعدامولو یادونه شوې ده.

خو د طالبانو ویاند او د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ مرستیال وزیر ذبیح الله مجاهد د ډېسېمبر پر ۱۵مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د بښنې د نړیوال سازمان په رپورټ کې شوې ادعاوې رد کړې او هغه یې "له حقیقته لېرې" وبللې.

د بښنې نړیوال سازمان همدارنګه په ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو مسلې ته اشاره کړې او وايي، څلور هوایي بریدونه یې چې درې یې ښايي امریکایي ځواکونو او یو یې افغان هوایي ځواکونو کړې وو، مستند کړي.

په هغو حملو کې د اتو ماشومانو او پینځو ښځو په ګډون ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او شپږ تنه ټپیان شوي ول.

د بښنې نړیوال سازمان وایي، په هغو حملو کې ډېری ملکي وګړي وژل شوي دي ځکه چې امریکايي پوځیانو چوونکي مواد د خلکو پر رهايشي سیمو غورځولي ول.

ایمنسټي انټرنیشنل د یوه سړي له قوله چې د کورنۍ غړي یې په یوه هوايي برید کې وژل شوي ویلي، چې هېڅوک نه دي ورغلي او احوال یې نه دی اخیستی.

د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو او امریکا څخه غوښتنه کړې چې پر خپلو نړیوالو ژمنو عمل وکړي او د ملکي وګړو لپاره دې داسې پیاوړي او څرګند مېکانېزمونه جوړ کړي چې که هغوی ورته د رسېدلو زیانونو لپاره د تاوان غوښتنه کوي نو پر اساس یې اقدام وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د تازه رپورټ لپاره یې د اګست له لومړۍ څخه تر ۱۵مې نېټې پورې په کابل کې پلټنې کړې دي او له ۶۵ کسانو سره یې مخامخ خبرې کړې دي. د سازمان په خبره، د طالبانو لاس ته د افغانستان تر لوېدو وروسته یې په اګست او نومبر کې په ۱۰ ولایتونو کې د ۳۶ قربانیانو له کورنیو او عیني شاهدانو سره ټېلېفوني خبرې وکړې.

د بښنې د نړیوال سازمان څېړنیزې لېبارټرۍ همداراز، د سپوږمکیو له لارې اخیستل شوي عکسونه، فلمونه او طبي شواهد هم ارزولي او د اړتیا په صورت کې یې د چارو له پوهانو سره ورباندې خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG