د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ایا صوفیه" کې ۸۶ کاله وروسته په لومړي ځل د جمعې لمونځ وشو


دا وداني په شپږمه پېړۍ کې جوړه شوې وه
دا وداني په شپږمه پېړۍ کې جوړه شوې وه

د جولای پر ۲۴مه د ترکیې په استنبول کې د عیسویانو په پخوانۍ تاریخي کلیسا "ایا صوفیه" کې مسلمانانو د جمعې لمونځ وکړ.

دا په تېرو ۸۶ کالونو کې لومړی ځل دی چې هلته په جمع لمونځ وشو.

ولسمشر رجب طیب اردغان، د هغه محافظه کاره اسلامپاله ملګري او یو شمېر چارواکي هم لمونځ ته ورغلي ول.

نوموړي د جمعې تر لمانځه مخکې د قران تلاوت وکړ چې تر هغې وروسته امام دوعا وکړه.

په ایا صوفیه کې لمونځ پر داسې وخت شوی چې د نړۍ د ګڼو هېوادونو په څېر په ترکیې کې هم د کورونا وایرس ناروغۍ تر ۲۲۳،۰۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوې دي.

چارواکو ایا صوفیې ته د لمانځه لپاره ورتلونکو خلکو ته له یو بله د فاصلې ساتلو، ماسک (تمبوزک) په مخ کولو او نورو احتیاطونو کولو ویلي.

د بي بي سي په وینا، شاوخوا ۱،۰۰۰ کسان تر امنیتي دروازو تېرېدو وروسته جومات ته ورغلل.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې حکومت د کلیسا په جومات بدلولو د اقدام له وجې له نړیوال انتقاد سره مخامخ شو.

ایا صوفیه په شپږمه زېږیزه پیړۍ کې بېزنتین پاچا بادشاه لومړي جستېنیان جوړه کړې وه چې په هغه وخت کې د عیسوۍ نړۍ تر ټولو لویه کلیسا وه چې بیا په ۱۴۵۳ز کال کې عثمانیانو ونیوله او په یو جومات يې بدله کړه.

دا شاوخوا ۱،۵۰۰ کاله پخوانۍ وداني په ۱۹۳۴ز کال کې د عصري ترکیې بنسټښود مصطفا کمال اتاترک په لرغنتون (میوزییم) واړوله.

دا وداني چې د ملګرو ملتونو د تعلیم، ساینس او کلتوري چارو ادارې (یونېسکو) نړیوال میراث بللې، د عیسویانو او مسلمانانو دواړو لپاره خورا زیات کلتوري ارزښت لري.

ولسمشر اردغان د جولای پر ۱۰مه د یوه فرمان په خپرولو د ایا صوفیه وداني له میوزییمه جومات ته بدله کړه.

ایا صوفیه ته هر کال ګڼ سیلانیان ورځي
ایا صوفیه ته هر کال ګڼ سیلانیان ورځي

نړیوال غبرګونونه

د ایا صوفیه ودانۍ پر جومات بدلولو حکومتي پرېکړه له نړیوالو انتقادونو سره مخامخ شوه.

تر دې اقدام مخکې د یونان د بهرنیو چارو وزیر ترکیې ته خبرداری ورکړی وو چې پر خپلو نړیوالو ژمنو ودرېږي او د ایا صوفیې په شان د مهمو ودانیو، چې د ټولو انسانانو ګډ میراث دی، ساتنې ته ارزښت ورکړي.

د نړۍ د راسخ العقیده مسیحیانو مشر هم په یوه پیغام کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان غوښتي ول چې پر جومات د ایا صوفیې د اړولو له پرېکړې په شا شي ځکه چې دې ودانۍ ته مسلمانان او عیسویان دواړه درناوی لري.

همداراز، یونېسکو د جولای پر ۱۰مه د ترکیې پر پرېکړه "ژور خپګان" ښوولی وو او په بیان کې یې ویلي ول چې ترکیو چارواکو ورسره تر دې اقدام مخکې مشوره نه وه کړې.

په عین حال کې د ترکیې ولسمشر ژمنه کړې ده چې ایا صوفیه به به د سیلګرو او ټولو دینونو لارویانو لپاره پرانیستې ساتي.

د ودانۍ لیدو ته هر کال ګڼ سیلانیان ورځي او په ۲۰۱۹ز کال کې ۳۷ لاکه خلک ورغلي ول.

په کال ۲۰۱۹ز کال کې ۳.۷ میلیونه خلکو د دې ودانۍ لیدو ته راغلې وې.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG