د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ د قامي اسمبلۍ څوکۍ د پيپلز ګوند قادر مندوخېل ګټلې


د پاکستان پیپلز ګوند نوماند قادر خان مندوخېل د کراچۍ د قامي اسمبلۍ پر څوکۍ د اپرېل پر ۲۹مه شوي انتخابات ګټلي دي.

له نننیو نارسمي نتیجو سره سم، نوموړي۱۶،۱۵۶ رایې ګټلې دي.

د مسلم لیګ (ن) نوماند مفتاح اسماعیل په انتخاباتو کې ۱۵،۴۷۳ او د تحریک لبیک پاکستان ډلې مفتي نذیر احمد کمالوي ۱۱،۱۲۵ ووټونه ترلاسه کړي.

د پاکستان حکومت روانه میاشت تر قهرجنو مظاهرو وروسته پر تحریک لبیک ډلې بندیز ولګاوه.

د قامي اسمبلۍ د ۲۴۹مې حلقې څوکۍ په مارچ کې د پاکستان تحریک انصاف سیاستوال فیصل واوډا تر استعفا وروسته خالي شوې وه.

نوموړي د غبرګ شهریت لرلو تر تورونو وروسته استعفا ورکړې وه خو د مارچ په پیل کې سېنېټر منتخب شو.

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د اپرېل پر ۲۹مه نیمه شپه پر ټوېټر د کراچۍ اوسېدونکو مننه وکړه خو د مسلم لیګ (ن) یوې مشرې مریم نواز تور پورې کړ چې د ووټونو په شمار کې درغلي شوې.

نوموړې پر ټوېټر په بیان کې له انتخاباتي کمېشنه غوښتي چې د انتخاباتو نتیجه دې نه اعلانوي.

انتخاباتي کمېشن د کراچۍ د قامي اسمبلۍ د څوکۍ رسمي نتیجه لا نه ده اعلان کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG