د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا شهباز شریف ته د نوي وزیراعظم په توګه پر منتخبېدو مبارکي ورکړې


شهباز شریف د اپرېل پر ۱۱مه د قامي اسمبلۍ غړو د نوي وزیراعظم په توګه منتخب کړ - پخوانی انځور
شهباز شریف د اپرېل پر ۱۱مه د قامي اسمبلۍ غړو د نوي وزیراعظم په توګه منتخب کړ - پخوانی انځور

د امریکا د بهرنيو چارو وزیر شهباز شريف ته د پاکستان د نوي وزیراعظم په توګه پر منتخبېدو مبارکي ورکړې او وايي له اسلام اباد سره به اوږدمهاله همکارۍ ته دوام ورکوي.

د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۳مه د اینتني بلېنکن له خولې په بیان کې وايي اسلام اباد له "تېرو ۷۵ کلونو راهیسې د پراخو دوه اړخيزه ګټو" په لړ کې د واشنګټن "مهم ملګری" دی او امریکا دې ته ارزښت ورکوي.

په بیان کې زیاته شوې چې امريکا "پیاوړی، خوشاله او جمهوري پاکستان غواړي" چې دا د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره مهم دی.

امریکا دا بیان تر هغې دوه ورځې وروسته ورکړی چې د اپرېل پر ۱۱مه قامي اسمبلۍ شهباز شریف د وزیراعظم په توګه منتخب کړ. تر دې یوه ورځ مخکې، د قامي اسمبلۍ له ۳۴۲ څخه ۱۷۴ د پخواني وزیراعظم عمران خان پرضد د نه باور د تحریک په حق کې رایې ورکړې او هغه یې له دندې ګوښه کړ.

عمران خان د عدم اعتماد تحریک وړاندې کېدل "بهرنی سازش" بللی وو او د امریکا نوم یې هم یاد کړی وو.

خو واشنګټن دوه ځلې د نوموړي دا تور رد کړ او ویلي یې ول چې د پاکستان د "اییني بهیر درناوی" کوي.

د هند، ترکیې او برتانیې په ګډون د نړۍ یوشمېر هېوادونو شهباز شریف ته د وزیراعظمۍ دندې د سمبالولو مبارکي ویلې ده.

په همدې حال کې شریف د خپل برتانیوي سیال بورېس جانسن مننه کړې او ویلي یې دي چې اسلام اباد او لندن ژورې او پراخې اړیکې لري.

د پاکستان دولتي راډیو د اپرېل پر ۱۴مه لیکلي چې وزیراعظم شهباز شریف له برتانیې سره د اوږدمهاله اړیکو د لا پياوړي کولو لپاره په ګډه د کار کولو هوډ ښوولی دی.

تر دې مخکې جانسن پر ټوېټر په بیان کې نوموړي ته د وزیراعظم په توګه د منتخبېدو مبارکي ویلې وه.

شهباز شریف چې د اپرېل پر ۱۱مه په قامي اسمبلۍ کې منتخب شو نو په خپله لومړۍ وینا کې یې ویلي ول چې له واشنګټن سره د "برابرۍ" پر اساس تعلقات غواړي او په وروستیو کې د اړیکو ساړه کېدل یې د ختمېدو معنا نه لري.

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان دعوه کړې وه چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په موضوع کې د اسلام اباد بې پرې دریځ واشنګټن خپه کړی وو. خو امریکا د نوموړي دا دعوه رد کړې وه.

XS
SM
MD
LG