د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا د افغانستان له زلزله ځپلو سره د ۵۵ مېليونه ډالرو مرسته اعلان کړې


په برمل ولسوالۍ کې یو کس په زلزله کې د خپل ړنګ کور په وره کې ولاړ دی - د جون ۲۳مې انځور.
په برمل ولسوالۍ کې یو کس په زلزله کې د خپل ړنګ کور په وره کې ولاړ دی - د جون ۲۳مې انځور.

امریکا په افغانستان کې د زلزله ځپلو لپاره د ۵۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت د بشري مرستو اعلان کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جون ۲۸مې پر ماخوستن په بیان کې وویل، ولسمشر جو بایډن تر زلزلې وروسته د هغې "طبیعي فاجعې د بېړنیو اړتیاوو ارزونه" وکړه، چې بالاخره زلزله ځپلو افغانانو ته د نورو بشري مرستو ورکولو پرېکړه وشوه.

په بیان کې راغلي، د امریکا د نړیوال پرمختګ اداره (یو اېس اې ای ډي) به هغه پیسې په زلزله کې تر ټولو زیاتو زیانمنو شویو کورنیو ته ورکوي.

له بیان سره سم، له دې سره له ۲۰۲۱ز کال راهیسې له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو اندازه ۷۷۴ مېلیونه ډالرو ته رسېدلې ده. د تېر کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغه هېواد اقتصاد د بحران ښکار شو چې په پایله کې یې د امریکا په ګډون یوشمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له هغه هېواد سره بشري مرستې اعلان کړې.

د ګیان ولسوالۍ یو اوسېدونکی په زلزله کې د کور تر ړنګېدو وروسته سامان پر خره بار کړی او د خپلې خیمې پر لوري روان دی - د جون ۲۴مې انځور.
د ګیان ولسوالۍ یو اوسېدونکی په زلزله کې د کور تر ړنګېدو وروسته سامان پر خره بار کړی او د خپلې خیمې پر لوري روان دی - د جون ۲۴مې انځور.

ملګرو ملتونو د جون پر ۲۷مه وویل چې په پکتیکا او خوست کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۱،۰۳۶ تنه او د ټپیانو هغه ۲،۹۴۹ ته رسېدلی دی. په زلزله کې تر ۴،۵۰۰ زیات کورونه په بشپړ یا جزوي ډول وران شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، د جون پر ۲۲مه تر نیمې شپې وروسته په زلزله کې لږترلږه ۱۵۵ ماشومان ووژل شول او ۲۵۰ نور ژوبل شول.

تر دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په زلزله کې د مرګ ژوبلې شمېر په اړه ضد و نقیض معلومات ورکړي ول.

د طالبانو د حکومت باختر دولتي خبري اژانس مشر عبدالواحد ریان د جون پر ۲۴مه وویل، په زلزله کې د مړو شویو شمېر ۱،۱۵۰ ته رسېدلی او لږترلږه ۱،۶۰۰ کسان ژوبل دي. نوموړي دا خبره تر هغې څو ساعته وروسته وکړه چې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزارت د مطبوعاتي چارو مشر مولوي نسیم حقاني د جون پر ۲۳مه ناوخته مشال راډیو ته وویل، له معلوماتو سره سم، په زلزله او وروستیو سېلاوونو کې ۱،۰۱۴ کسان وژل شوي او ۷۴۹ ژوبل شوي دي. خو نوموړي زیاته کړې وه هغه شمېر وروستی نه دی. البته تر دې مخکې طالب چارواکو ویلي ول چې یوازې د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالۍ کې د وژل شویو شمېر تر ۱،۰۰۰ اوښتی او همداراز، پکې تر ۱،۵۰۰ زیات ژوبل دي.

ملګرو ملتونو هم هغه مهال ویلي ول چې په زلزله کې د مرګ ژوبلې شمېر ښايي له هغې خورا زیات وي چې چارواکو ورکړی دی. ملګرو ملتونو د جون پر ۲۵مه هم په خپل رپورټ کې د مړو او ژوبلو د شمېر زیاتېدو اټکل وکړ.

د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د اطلاعاتو او ارتباطاتو مسوول مولوي محمد نسیم حقاني وايي، زلزله ځپلو ته تر اوسه زیاتې بشري مرستې رسېدلي او نورې پر لار دي.

نوموړي د جون پر ۲۸مه په بیان کې ویلي، "د پکتیکا ولایت ګیان او برمل ولسوالیو او دغه راز د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ ته مرستې رسېدلي دي. په لومړنیو مرستو کې خیمې او د ژوند لومړني توکي رسېدلي. په دغو سیمو کې اوس هم د [مرستو د] وېش بهیر روان دی."

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په پکتیکا او خوست کې د زلزلې له امله اغېزمنې شوې ښځې او نجونه روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو په برخه کې له ننګونو سره مخامخ دي. سازمان د جون پر ۲۷مه په خپل رپورټ کې ویلي، هلته ماشومان، نجونه او ښځې لا هم له بشپړو روغتیايي اسانتیاوو بې برخې دي.

تر دې مخکې ځینو سازمانونو په زلزله ځپلو سیمو کې د نس ناستي او قي (هیضې یا کولرا) په څېر د ځینو خطرناکو ناروغیو د خپرېدو ویره هم ښوولې وه خو تر اوسه له هغو سیمو څخه د ناروغیو رپورټونه نه شته.

XS
SM
MD
LG