د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اماراتو او اسراییلو ډېپلوماټیک اړیکي د ایران لپاره څه معنا لري؟


محمد بن زاید ال نهیان د ابوظبي ولیعهد (کیڼ) او د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د اګست پر ۱۳مه د ډېپلوماټیکو اړیکو پر پیل سلا وکړه

په ایران کی د اسراییلو او متحده عرب اماراتو د اړیکو د عادي کولو پر وړاندې غبرګون د حکومت نورو دریځونو ته ورته دی.

ایران د متحده عرب اماراتو او اسراییلو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو پر وړاندې له قهره ډک غبرګون څرګند کړی چي امکان لري پر تهران، په ځانګړې توګه، تر هغې وروسته د فشار زیاتېدو لامل شي چې ځینو امریکايي او اسراییلي چارواکو ویلي د سیمې نور هېوادونه هم ښايي د اماراتو په څېر اقدام وکړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د متحده عرب اماراتو د مشر شېخ محمد بن زاید ال نهیان دغه پرېکړه یوه لویه تېروتنه وګڼله.

نوموړي دا څرګندونه تر هغې وروسته کړې چې د اګست پر ۱۳مه، متحده عرب امارات او اسراییل د بشپړو ډېپلوماټیکو اړیکو پر پیلولو سلا شول.

امریکا، اسراییلو او یو شمېر نورو هېوادونو دا اقدام وستایه خو فلسطینیانو ورباندې انتقاد وکړ او سمدستي یې له اماراتو څخه خپل سفیر وروغوښت.

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دواړو هېوادونو د موافقې منځګړتوب کړی چې ورسره سم، متحده عرب امارات د خلیج لومړنی هېواد شو چې له اسراییلو سره بشپړ ډېپلوماټیک تعلقات پیلوي خو په ټوله کې درېیم عربي هېواد دی چې له اسراییلو سره فعالې ډېپلوماټیکې رابطې لري.

تر دې مخکې مصر په ۱۹۷۹ز او اردن په ۱۹۹۴ز کال کې له اسراییلو سره ډېپلوماټیک تعلقات پیل کړل.

ایراني ولسمشر روحاني په عین وخت کې اماراتو ته خبرداری ورکړی چې اسراییلو ته اجازه ورنکړي چې سیمه کې د پښې ایښودو ځای ومومي.

په ایران کې ځینې خلک په دې نظر دي چې د اماراتو او اسراییلو ترمنځ ژور تعلقات او په سیمه کې د اسراییلو د حضور پراختیا به د ایران سیمه ‌ییزو اهدافو او ګټو ته تاوان ورسوي.

ایران اوس هم د امریکا د بندیزونو له امله تر اقتصادي فشار لاندې دی او کورونا وبا هم په سیمه کې تر ټولو زیات ځپلی.

حکومت وايي، په ایران کې تر ۳۴۰،۰۰۰ زیات په کورونا وایرس اخته شوي او له کووېډ--۱۹ ناروغۍ شاوخوا ۲۰،۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ پر درېیمه، په عراق کې په امریکايي ډرون برید کې د ایران د قدس ځواک پخواني مشر قاسم سلیماني وژنه د تهران لپاره یو بل ګوزار وو.

پخواني ډېپلوماټ او د سیاسي چارو پوه فریدون مجلسي یوې ایرانۍ ووبپاڼې ته په مرکه کې ویلي چې شک نشته چې د اسراییلو د امنیت په زیاتولو او کمولو کې لوی عامل پر ایران د فشار له زیاتولو او کمولو سره تړلي دي.

د ایرانیو رسنیو رپورټونه وايي، د اماراتو او اسراییلو د اړیکو له عادي کېدو سره به د تهران پر وړاندې د اسراییلو جاسوسي هلې ځلې زیاتې شي.

دغه راپورونه د هغې وروسته خپاره شول چې په جولای کې د نطنز په اټومي تاسیساتو کې یوه مرموزه چاودنه وشوه او په دې وروستیو کې د ایران په څو ځایونو کې چاودنې او د اور لګېدو پېښې وشوې چې ورپسې داسې ګونګوسې خپرې شوې چې اسراییلو پکې لاس لاره.

خو اسراییلو دا تورونه رد کړي.

نور راپورونه وايي، د اماراتو او اسراییلو د اړیکو رسمي کېدل ښايي د ایران او اماراتو پر سوداګریزو اړیکو هم اغېز ولري.

د ایران د سوداګرۍ خونه امارات خپل لوی تجارتي شریک ګڼي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG