د لاسرسي ځای

تازه خبر

متحده عربي امارات او اسراییل د ډېپلوماټیکو اړیکو پر پیلولو سلا شول


د اسراییلو د بنیامین نتنیاهو او د اماراتو محمد بن زاید ال نهیان تر اقدام وروسته به دواړه هېوادونه یو شمېر موافقې لاسلیک کړي
د اسراییلو د بنیامین نتنیاهو او د اماراتو محمد بن زاید ال نهیان تر اقدام وروسته به دواړه هېوادونه یو شمېر موافقې لاسلیک کړي

د اګست پر ۱۳مه، متحده عرب امارات او اسراییل د بشپړو ډېپلوماټیکو اړیکو پر پیلولو سلا شول.

دا پرونی اقدام امریکا، اسراییلو او یو شمېر نورو هېوادونو ستایلی خو فلسطینیانو ورباندې انتقاد کړی او سمدستي یې له اماراتو څخه خپل سفیر ورغوښتی دی.

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دواړو هېوادونو د موافقې منځګړتوب کړی چې ورسره سم، متحده عرب امارات د خلیج لومړنی هېواد شو چې له اسراییلو سره بشپړ ډېپلوماټیک تعلقات پیلوي خو په ټوله کې درېیم عربي هېواد دی چې له اسراییلو سره فعالې ډېپلوماټیکې رابطې لري.

تر دې مخکې مصر په ۱۹۷۹ز او اردن په ۱۹۹۴ز کال کې له اسراییلو سره ډېپلوماټیک تعلقات پیل کړل.

ټرمپ د اګست پر ۱۳مه، پر ټوېټر ګډ بیان خپور کړی چې پکې راغلي چې نوموړی، د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو او د متحده عرب اماراتو شیخ محمد بن زاید ال نهیان په مکمل ډول د اړیکو پر عادي کولو سلا شوي.

ال نهیان د اماراتو د پوځ مرستیال مشر او د ابوظبۍ ولي عهد دی.

پر ټوېټر د ټرمپ بیان

په بیان کې راغلي چې "د منځني ختیځ د دې دوو تر ټولو زیاتو فعالو ټولنو او پرمختللیو اقتصادونو ترمنځ به د مستقیمو تعلقاتو پیل، په سیمه کې د اقتصادي ودې، زیاتو ټېکنالوژیکي نوښتونو او د خلکو ترمنځ د نېږدې اړیکو باعث شي" چې په نتیجه کې به یې "سیمه بدلون" وویني.

په بیان کې د اسراییلو دا ژمنه هم شامله ده چې له خپل ځان سره به د فلسطینیانو د غربي څنډې سیمو تړلو یا الحاق بهیر "وځنډوي."

بیان زیاتوي چې د اماراتو او اسراییلو پلاوي به په راتلونکو څو اوونیو کې د پانګونې، سیلګرۍ، مستقیمو پروازونو، امنیت او د سفارتونو پرانیستو په ګډون پر یو شمېر موضوعاتو د موافقو لاسلیکولو لپاره وویني.

ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته په خبرو کې دا یو "تاریخي" پرمختګ وباله او زیاته یې کړه چې له نورو عربي او اسلامي هېوادونو څخه هم د اماراتو په څېر د اقدام "هیله" لري.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG