د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د مارچ له ۱۴مې څخه طالب بندیان ازادول پیلوي


اشرف غني د بندیانو خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ
اشرف غني د بندیانو خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ

کابل - د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وايي، افغان حکومت د مارچ له ۱۴مې څخه د طالبانو تر ۵،۰۰۰ پورې بندیانو خوشې کول پیلوي.

زلمي خلیلزاد د مارچ ۱۰مې شپې ناوخته پر ټوېټر لیکلي چې افغان ولسمشر اشرف غني په یو "فرمان" کې ویلي چې دا اقدام د "طالبانو د ورکړل شوي نوملړ پر اساس" کېږي.

خلیلزاد دا هم ویلي چې طالبانو وار له مخه د افغان حکومت د ۱،۰۰۰ زندانیانو "ازادول منلي" دي.

پر ټوېټر د خلیلزاد بیان

تر خلیلزاد څو ساعته مخکې د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم پر ټوېټر ولیکل چې اشرف غني د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو پیل لپاره د یوه فرمان په لاسلیکولو د طالب زندانیانو د خوشې کولو پرېکړه کړې.

صدیقي په بیان کې د فرمان څلور مادې هم لیکلې دي چې پکې راغلي، حکومت په لومړي پړاو کې د مارچ له ۱۴مې څخه د پروان له زندانه بندیان خوشې کول پیلوي.

د صدیق صدیقي بیان

د ده په خبره، له زندانه به هره ورځ ۱۰۰ بندیان د هغوی "عمر، روغتیايي وضعې او د حبس مودې" ته په کتو خوشې کېږي.

په بیان کې راغلي چې طالب زندانیان په دې شرط خوشې کوي چې هغوی به بیا د جګړې ډګر ته د نه ستنېدو ژمنه کوي.

صدیق صدیقي لیکلي چې کله د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقیمې خبرې پیل شي نو بیا به په هرو دوو اوونیو کې ۵۰۰ طالب بندیان خوشې کوي چې په دې توګه د هغوی پاتې ۳،۵۰۰ زندانیان هم ازاد شي.

بیان زیاتوي چې د دې بهیر ټولې چارې د ملي امنیت شورا دفتر ترسره کوي.

هلته زلمي خلیلزاد د مارچ ۱۱مې شپې ناوخته پر ټوېټر په یوه بل بیان کې ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خوله د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې په ملاتړ یو پرېکړه لیک منظور کړی دی.

د خلیلزاد بیان

دی زیاتوي چې په پرېکړه لیک کې پر افغان حکومت او طالبانو غږ شوی چې ژر مستقیمې خبرې پیل کړي.

امریکا او طالبانو د فبرورۍ پر ۲۹مه په دوحه کې د سولې موافقه لاسلیک کړه چې پکې راغلي ول چې طالبان به د افغانستان خاوره د امریکا او د ملګرو ضد کارېدو ته نه پرېږدي، له ترهګرو ډلو سره به اړیکي نه ساتي او په بدل کې به یې امریکايي سرتېري له افغانستانه ووځي.

امریکايي پوځ د مارچ پر ۱۰مه وویل چې له افغانستانه یې د سرتېرو ایستل پیل کړي.

له موافقې سره سم، ټاکل شوې وه چې د سې شنبې پر ورځ د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې پیل شي خو دا کار ونشو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره تیارۍ روانې دي.

د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي اوسنی لوړ کچ د منلو وړ نه دی.
مورګن اورټېګس

د وزارت ویاندې مورګن اورټیګس د مارچ ۱۰مې پر ماخوستن په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې تر انتخاباتو وروسته بحران دا بهیر ځنډولی دی.

د نوموړې په خبره، افغان ولسمشر اشرف غني ورته ویلي چې په راتلونکو ورځو کې به له پخواني اجراییه رییس عبدالله عبدالله او نورو افغان مشرانو سره تر مشورو وروسته مذاکراتي ډله جوړه کړي.

اورټېګس همداراز ویلي چې په افغانستان کې د "طالبانو له لوري د تاوتریخوالي اوسنی لوړ کچ د منلو وړ نه دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړې چې طالبانو پر امریکايي او اېتلافي ځواکونو او په ښارونو کې د بریدونو نه کولو لپاره اقدامات کړي خو په "کليو کې خورا زیات افغانان وژني" چې دا عمل باید ودرېږي.

طالبانو د نوموړې د څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي خو تېره اوونۍ په قطر کې د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین له مشال راډيو سره په خبرو کې د خپلو حملو دفاع کړې وه خو دا هم ویلي ول چې بریدونه یې کم کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG