د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې باران او سېلاب لږترلږه ۱۸ تنه وژلي


د ننګرهار د اطلاعاتو ریاست یوه مسوول قریشي بدلون مشال راډیو ته د خلکو د مرګژوبلې یادونه وکړه.
د ننګرهار د اطلاعاتو ریاست یوه مسوول قریشي بدلون مشال راډیو ته د خلکو د مرګژوبلې یادونه وکړه.

د افغانستان په بیلا بيلو ولایتونو کې په تېر یو شواروز کې د زیات باران له کبله سیلابونو لږترلږه ۱۸ کسان وژلي دي.

د قدرتي پېښو پر وخت د انتظام لپاره د طالبانو د حکومت ویاند محمد نسیم حقاني د جولای پر ۲۴مه ناوخته مشال راډیو ته پخلی وکړ چې په نورستان او میدان وردګ ولایت کې ۱۳ کسان وژل شوي دي.

دا راز د ننګرهار د رسنیو له دفتره د جولای پر ۲۴ نېټه په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې په دې ولایت کې هم سیلابونو پنځه کسان وژلي او پنځه نور یې ژوبل کړي دي.

د دې بیان ترمخه د ننګرهار په سره رود، کوټ، بټي کوټ او کوز کونړ ولسوالیو کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له کبله ۳۲۵ کورونو ته زیان رسېدلی او په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړي ده.

د بټي کوټ ولسوالۍ یوه اوسیدونکي پر ټولنیزو رسنیو د خپل کور او کلي ویډيو خپره کړې چې ښيي ټول ځای کې سېلاب روان دی.

بټي کوټ د ننګرهار له هغو ولسوالیو ده چې تېره یوه شپه او یوه ورځ پکې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه رسېدلي دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو ریاست یوه مسوول قریشي بدلون مشال راډیو ته د خلکو د مرګژوبلې یادونه وکړه.

ده وویل، "په بټي کوټ کې ۱۵۰ کورونه په بشپړ توګه تخریب شوي، څلور کسان هلته شهیدان شوي او یو تن ټپي شوی دی. همدارنګه په کوز کونړ ولسوالۍ کې یو تن شهید شوی او پنځلس کورونه له منځه تللي دي. په اچین ولسوالۍ کې څلور تنه زخمیان شوي. هلته هم دېرش کورونه له منځه تللي دي."

د قریشي بدلون په وینا، په ننګرهار کې ټول ټال شاوخوا دوه نیم سوه کورونه سېلابونو په بشپړه توګه ړنګ کړي.

د میراجان په نوم د ننګرهار یو سېلاب ځپلی وايي، "زموږ د کوټو بامونه لرګي مات شوي. موږ بچي را ایستلي د حویلۍ منځ کې ولاړ دي. نه مو شپه په کرار ده نه مو ورځ. له اسلامي امارت او بهرنیو موسسو غواړو چې زموږ د دې مجبوره ولس غم وخوري."

د افغانستان نږدې ټول مرکزي، ختیځ او جنوبي ولایتونه په دې وروستیو کې سختو سېلابونو ځپلي چې له امله یې لسګونه کسان مړه او ټپيان شوي دي.

رپورټ: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG