د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کوز دیر کې پر پاکستانیو سرتېرو د برید تور رد کړ


د بهرنیو چارو وزارت وايي افغان حکومت د ترهګرۍ ضد غښتلی هوډ لري
د بهرنیو چارو وزارت وايي افغان حکومت د ترهګرۍ ضد غښتلی هوډ لري

کابل - افغانستان د خیبر پښټونخوا په کوز دیر کې پر پاکستانیو سرتېرو د برید په اړه د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت تورونه رد کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر اوومه په بیان کې ویلي، د "ترهګرۍ د اصلي قرباني په توګه ټینګار" کوي چې هېڅکله خپله خاوره د "پاکستان یا نورو هېوادونو ضد" کارېدو ته نه پرېږدي.

افغان حکومت دا بیان تر هغې یوه ورځ وروسته ورکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ وویل چې د اګست پېنځمې پر ماسپښین لومړی د افغانستان له لوري وسله والو له ډېورنډ کرښې سره د کوز دیر په بنشاهي سیمه کې د پاکستانیو ځواکونو پر پوستو د توغندیو برید وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي چې تر هغې وروسته مازیګر مهال افغان سرحدي پولیسو هم په هغه سیمه کې پر پاکستانیو پوستو ډزې وکړې چې پکې د اېف سي یو سرتېری ووژل شو او دوه "سخت ژوبل" شول.

د پاکستان په بیان کې "د افغان ځواکونو د تېري" او په وینا یې، "د ترهګرو د څرګند ملاتړ سخته غندنه" شوې وه او زیاته کړې یې وه چې دا ډول اقدامات د دواړو هېوادونو ترمنځ "همکارۍ او همغږي" زیانمنوي.

د افغانستان غبرګون

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اګست پر شپږمه سهار ۱۰ بجې یې سرتېرو د پاکستانیو ځواکونو په غوښتنه په دیر کې غونډه وکړه چې په وینا یې د "ترهګرو" ختمولو لپاره "د افغانستان د حکومت غښتلی هوډ" او په دې لړ کې له پاکستان سره د ګډې "همکارۍ" څرګندونه کوي.

په بیان کې همداراز د افغان ځواکونو ستاینه شوې او زیاتوي چې د سرتېرو "سرښندنه" د ترهګرۍ پر وړاندې د افغانستان "ریښتینې مبارزه په ډاګه" کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې دواړو هېوادونو پر ډېورنډ کرښه پر یو بل د بریدونو او د ترهګرو د ملاتړ تور پورې کړی.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو دا څرګندونې پر داسې مهال د جولای پر ۳۰مه په چمن کې اېف سي سرتېرو د لارې پرانیستو لپاره پر مظاهره کوونکو هغه مهال ډزې وکړې چې د بلوچستان حکومت په وینا، هغوی د قرنطین مرکز ته اور واچاوه او سرکاري ودانۍ یې زیانمنې کړې.

افغان حکومت وايي، پاکستانیو سرتېرو د ډزو پر مهال په سپین بولدک ولسوالۍ کې رهایشي سیمه په نښه کړه چې افغان سرحدي پولیسو یې ځواب ورکړ او د دواړو خواوو ترمنځ نښته پیل شوه چې د شپې تر ناوخته روانه وه.

د بلوچستان او افغانستان چارواکي وايي، په پېښه کې د دواړو خواوو ۲۱ کسان ووژل او شاوخوا ۱۰۰ ژوبل شول.

تر دې وروسته افغان حکومت له پاکستان سره د دې ډول پېښو د نه تکرارېدو لپاره د غونډې وړاندیز وکړ او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم وویل چې هیله لري مسله په کرارۍ هواره شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG