د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان ته د ای اېس ای د مشر تګ غبرګونونه پارولي


رسنۍ وايي، جنرال فیض حمید د حکومت جوړولو په سر د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو ختمولو لپاره کابل ته ورغلی وو- انځور له ارشیفه
رسنۍ وايي، جنرال فیض حمید د حکومت جوړولو په سر د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو ختمولو لپاره کابل ته ورغلی وو- انځور له ارشیفه

کابل ته د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) د مشر جنرال فیض حميد سفر پر ټولنیزو رسنیو تود بحث پارولی او یو شمېر رسنیو دا سفر په کابل کې د طالبانو د راتلونکي حکومت له جوړښت سره تړلی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د اګست پر ۱۵مه کابل ونیوه او پر هم هغه ورځ ولسمشر محمد اشرف غني هېواد پرېښود او متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

د سېپټېمبر پر څلورمه کابل ته له رسېدو سره سم، په سرینا هوټل کې د بريتانوي ټېلېوېژن چینل فور له خبرېالې لېنډسي هېلسم سره په یو ناڅاپي ملاقات کې جنرال حميد وويل چې کابل ته له خپل سفیر منصور احمد خان سره خبرو اترو لپاره ورغلی دی.

له طالب مشرانو سره د ملاقات په اړه د خبرېالې هېلسم د پوښتنې په ځواب کې له هغه سره په څنګ کې ولاړ د پاکستان سفیر منصور احمد خان وويل چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات هڅې کوي.

کابل ته د جنرال فیض حميد د سفر په اړه پاکستان په رسمي توګه څه نه دي ويلي خو د سېپټېمبر پر پينځمه تورخم ته د سفر پر مهال د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشيد احمد د خبریالانو د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، "که د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر کابل ته تللې دې نو دا خو ښه خبره ده."

نوموړي همداراز وویل چې تر دې مخکې امریکايي، قطري او برتانیوي چارواکي هم کابل ته تللي.

شيخ رشید واضحه نه کړه چې د جنرال فیض حميد د سفر اجنډا څه وه. خو هندۍ ورځپاڼې هندوستان ټاېمز په خپل يو راپور کې ليکلي چې کابل ته د جنرال فیض حميد د سفر موخه د حکومت جوړولو په سر د طالبانو او حقاني شبکې تر منځه مبینه اختلافات ختمول دي.

طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو په اړه څه نه دي ویلي او وايي چې د حکومت پر جوړولو یې خبرو ته دوام ورکړی.

په داسې سفرونو کې هېڅ قباحت نشته
مشاهد حسین سید

دا چې د پاکستان مهم سیاسي ګوندونه کابل ته د يو حکومتي چارواکي پرځای د استخباراتي ادارې د مشر سفر ته څنګه ګوري؟ په اړه یې د اپوزيشن ګوند پاکستان مسلم لیګ (ن) یو مشر او سېنېټر مشاهد حسین سید د سېپټېمبر پر پینځمه مشال راډيو ته وويل "پاکستان که هر ډول استازی کابل ته واستوي، که هغه په پوځي وردۍ کې وي، که په شېروانۍ کې وي، که پرتوګ کمیس یې اغوستی وي او که په پتلون کې وي، که د هغه له تګ سره په افغانستان کې امن او ثبات راځي، او د افغان ولس ترڅنګ د هغو بهرنيو هېوادونو د وګړو مرسته کېدای شي چې دا مهال په افغانستان کې بند پاتې دي، نو دا یو بشردوستانه کار دی او په داسې سفرونو کې هېڅ قباحت نشته."

یوشمیر پاکستانيو رسنیو په خپلو راپورونو کې د سرچينو په حواله ليکلي چې جنرال فیض حميد د کابل سفر پرمهال له طالب مشرانو سره ملاقات کړی. خو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا د افغانستان رسنۍ وايي چې جنرال حمید په هغه هېواد کې د یو ټولشموله حکومت جوړولو لپاره د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره هم لیدلي.

د عوامي نیشنل ګوند يو مشر اېمل ولي خان د سېپټېمبر پر پينځمه له مشال راديو سره په خبرو کې وويل چې کابل ته د ای اېس ای د مشر سفر پوښتنې زېږولې دي. " د ټولې نړۍ سترګې دا مهال افغانستان ته دي او په دې وخت کې د استخباراتي ادارې د مشر کابل ته سفر یوشمېر پوښتنې راپورته کوي خو زموږه بدبختي دا ده چې سیاسي مشرتابه نشته. زما په اند که دا بده خبره هم ده خو کابل ته د بې اختیاره سیاسی ګوډاګیانو پر ځای که اختیار [لرونکي] خلک تللي دي نو په دې حواله ښه شوي دي چې پرېکړې وشي. خو که هره پرېکړه کيږي باید د افغان ولس خیال پکې وساتل شي."

يوشمېر افغانانو د جنرال فیض حمید د کابل پر سفر د خپګان څرګندونه کړې.
شمیم شاهد

خو خبریال او شنونکی شمیم شاهد وايي، په موجوده حالاتو کې کابل ته د جنرال فیض حميد سفر هغه تورونه پیاوړي کوي چې وايي پاکستان د افغان طالبانو ملاتړې دی. "زه په ټولنيزو رسنيو کې ګورم چې يوشمېر افغانانو د جنرال فیض حمید د کابل پر سفر د خپګان څرګندونه کړې او دا د افغانستان په کورنیو معاملو کې مداخله ګڼي. نړيوالې رسنۍ هم پر پاکستان ټکونه کوي او په خپلو راپورونو کې وايي چې په افغانستان کې د مداخلې کوم تورونه چې پر پاکستان لګيدل نن د هغې پخلی وشو."

له هغې ورځې راهیسې چې طالبانو کابل نیولی، پاکستان د افغانستان په اړه خپل فعالیتونه زیات کړي دي.

د سېپټېمبر پر دویمه د پاکستان د سېنېټ د خارجه چارو د کمېټۍ مشرې او د اپوزیشن پاکستان پيپلز ګوند سېنېټرې شیرې رحمان پر حکومت غږ کړې وو چې د افغانستان د اوسنیو حالاتو په اړه دې د پارلېمان د دواړو جرګو یا ایوانونو ګډه غونډه جوړه کړي.

حکومت تر اوسه د غونډې جوړولو په اړه څه نه دي ويلي خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له بیانونو سره سم په تېرو څو اوونيو کې د افغانستان د حالاتو په اړه خارجه وزیر شاه محمود قرېشي د یوشمېر سیمه يیزو، نړيوالو او ګاونډيو هېوادونو له چارواکو سره خبرې کړې دي.

پاکستان د سېپټېمبر پر پينځمه د افغانستان په اړه د یوې انلاين غونډې کوربه هم وو چې پکې د افغانستان لپاره د ګاونډيو هېوادونو ځانګړو استازو ګډون وکړ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG