د لاسرسي ځای

تازه خبر

واشنګټن: اسلام اباد دې د طاهر نسیم د وژنې پلټنې وکړي


د نسیم تر وژنې وروسته د پېښور پولیس د عدالت په دروازه کې ولاړ دي
د نسیم تر وژنې وروسته د پېښور پولیس د عدالت په دروازه کې ولاړ دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پېښور په یوه عدالت کې د مذهب سپکاوي په تور د مقدمې اورېدنې پر مهال د یوه پاکستاني توکمه امریکايي وګړي وژنې د پلټنو غوښتنه کړې.

پر طاهر نسیم احمد دوه کاله مخکې د مذهب سپکاوي تور پورې شوی وو او د جولای پر ۲۹مه چې د قضیې اورېدنې لپاره د پېښور عدالت ته ورغلی وو نو یو کس ورباندې ډزې وکړې.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس د چارواکو له خولې ویلي چې د نسیم په وژنه تورن کس خالد خان نومېږي او پولیسو نیولی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جولای ۳۰مې شپې ناوخته په یوه بیان کې ویلي دي چې نسیم امریکايي وګړی وو او واشنګټن پر اسلام اباد د هغه د حفاظت ټینګار کړی وو.

نسیم امریکا ته تر تګ مخکې د پېښور اچیني بالا اوسېدونکی وو.

د بهرنیو چارو وزارت د نسیم وژنه شرمناکه پېښه بللې
د بهرنیو چارو وزارت د نسیم وژنه شرمناکه پېښه بللې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیان وايي، "د طاهر نسیم وژنې" ورته "صدمه او خپګان رسولی او غوسه کړي یې دي."

بیان وايي، نوموړی په اېلېنای ایالت کې اوسېده او ځینو کسانو په دوکه پاکستان ته وروغوښت او هلته یې د مذهب سپکاوي د سزاګانو قانون له لارې ګېر کړ.

په بیان کې راغلي چې واشنګټن په ۲۰۱۸ز کال کې د نسیم تر حراست وروسته د لوړپوړو چارواکو توجه د هغه قضیې ته ګرځولې وه چې مقصد یې "د دغې شرمناکې پېښې مخنیوی وو" چې د هغې د وژنې په بڼه "بالاخره وشوه."

تر اوسه معلومه نه ده چې د خالد خان په نوم مشکوک کس څنګه له وسلې سره د عدالت ودانۍ ته ننوت.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر پاکستان غږ کړی چې سمدستي دې د مذهب سپکاوي د سزاګانو په قانون کې اصلاحات وکړي ځکه چې په وینا یې دا قانون اکثر ناسم کارېږي.

په بیان کې زیاته شوې چې مشکوک کس دې "له قانون سره سم" مقدمه شي.

پاکستان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي خو د پېښور پولیس او د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د طاهر نسیم د وژنې پلټنې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG