د لاسرسي ځای

تازه خبر

استازو جرګې د ولسمشر ټرمپ د جنګي واک محدودولو پرېکړه لیک منظور کړ


ټرمپ پر ټوېټر هیله ښوولې وه چې رېپبلېکنان به د قرارداد ضد رایه ورکړي
ټرمپ پر ټوېټر هیله ښوولې وه چې رېپبلېکنان به د قرارداد ضد رایه ورکړي

واشنګټن - د امریکا د استازو جرګې د جنورۍ نهمې شپې مهال د ایران پر ضد د پوځي اقدام اخیستو په اړه د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د واک محدودولو پرېکړه لیک منظور کړ.

دا قرارداد لازم الاجرا نه دی چې په حق کې یې ۲۲۴ او په مخالفت کې یې ۱۹۴ رایې واچول شوې.

د ډېموکراټانو تر واک لاندې د استازو جرګې ډېریو غړو ویلي ول چې د جنورۍ پر درېیمه په بغداد کې په امریکايي برید کې د ایران د لوړپوړي پوځي قومندان مېجر جنرال قاسم سلیماني د وژنې په اړه د سپینې ماڼۍ وضاحت ورته د قناعت وړ نه وو.

درې رېپبلېکنانو د پرېکړه لیک په حق او اته ډېموکراټانو یې پر ضد رایه ورکړه.

د جنګي واک قرارداد د استازو په جرګه کې د ډېموکراټ ګوند اېلېسا سلاټکېن وړاندې کړی وو چې ولسمشر ټرمپ ته لاښوونه کوي چې "امریکايي پوځ دې په ایران کې دننه یا د هغه هېواد ضد د دښمنۍ پاللو لپاره نه کاروي."

پرېکړه لیک له ولسمشره غواړي چې له ایران سره د شخړې پر وخت د پوځ تر کارونې مخکې به "په هر صورت کې له کانګرس سره مشوره" کوي.

پرېکړه لیک وايي، د ایران پر ضد سرتېري هغه مهال ځای پر ځای کېدای شي چې کانګرس د جګړې اعلان وکړي.

پر قرارداد تر رایې اچونې ساعتونه مخکې د استازو جرګې مشرې نینسي پلوسي وویل، باور نه لري چې د ټرمپ حکومت د سلیماني په وژنه امریکا "محفوظه/خوندي" کړې.

تر ووټ اچولو مخکې ټرمپ پر ټوېټر ولیکل چې هیله لري "ټول رېپبلېکنان به د نیسني پلوسي د قرارداد خلاف رایه" ورکړي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG