د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېموکراټان د ولسمشر ټرمپ جنګي واک محدودولو پرېکړه لیک راوړي


د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ

ټاکل شوې چې د ډېموکراټانو تر واک لاندې د امریکا د استازو جرګه د ایران پر ضد د پوځي اقدام اخیستو په اړه د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د واک محدودولو لپاره رایې واچوي.

دا تر هغې وروسته ده چې د استازو جرګې ډېریو غړو وویل د ایراني لوړپوړي جنرال قاسم سلیماني د وژنې په اړه د سپینې ماڼۍ وضاحت ورته د قناعت وړ نه دی.

د استازو جرګې مشرې نینسي پلوسي ویلي د جنګي واک د کمولو پر پرېکړه لیک به نن رایې اچول کېږي. دې وویل، د ((کانګرس غړي له ایران سره د دښمنۍ پاللو پر حکومتي پرېکړې او د مستقبل د ستراتیژۍ نه شتون له وجې جدي او فوري اندېښنې لري.))

په پرېکړه لیک کې لارښوونه شوې چې تر هغو چې کانګرس جنګ اعلان نه کړي یا د تهران ضد د ځواک کارولو اجازه ورنکړي، ټرمپ دې په ایران کې دننه یا د هغه هېواد پر ضد د امریکايي پوځ کارول ودروي.

داسې ښکاري چې د ډېموکراټانو تر واک لاندې استازو جرګه به دا قرارداد منظور کړي خو د موثریت موضوع یې تر پوښتنې لاندې ده.

ډېموکراټان وايي، پرېکړه لیک د ۱۹۷۳ز کال د جنګي واک له قانون سره سم دی او که د رېپبلېکنانو اکثریت لرونکی سېنېټ یې منظور کړي نو لازم الاجرا به وي. خو رېپبلېکنان وايي، هغه وړاندیز چې د ولسمشر لاسلیک ته اړتیا نه لري، د قانون واک نشي لرلای. البته د امریکا وفاقي عدالتونو هېڅکله پر دې موضوع وروستۍ فیصله نه ده ورکړې.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG