د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارجنټینا کې لکونه خلک د فوټبال نړیوال جام تر ګټلو وروسته خوشالۍ کوي


ارجنټینایۍ لوبډله د ډېسېمبر پر ۱۸مه د فوټبال نړیوال جام پایلوبې تر ګټلو وروسته خوشالي کوي.
ارجنټینایۍ لوبډله د ډېسېمبر پر ۱۸مه د فوټبال نړیوال جام پایلوبې تر ګټلو وروسته خوشالي کوي.

په ارجنټینا کې لکونه خلکو د فوټبال نړیوال جام تر ګټلو وروسته جشنونه کړي دي.

د ډېسېمبر پر ۱۸مه له فرانسې څخه د خپلې لوبډلې تر بریا وروسته لسګونه زره خلک د پلازمېنې بیونس ایرس مرکزي څلورلارې ته وروتل او هلته یې خوشالۍ وکړې.

د فوټبال لسګونه مینه والو د فوټبال د پخواني نومیالي لوبغاړي دییېګو مرادونا کور مخې ته خوشالۍ وکړې. نوموړي په ۱۹۸۶ز کال کې د خپل هېواد لپاره نړیوال جام ګټلی وو او په ۲۰۲۰ز کال کې ومړ.

ارجنټینایان د فوټبال له لویو مینه والو ګڼل کېږي او څه د پاسه درې لسیزې یې د نړیوال جام ګټلو ته انتظار وکړ.

د جرمني خبري اژانس وايي، د ارجنټینا لوبډلمشر لیونل مېسي د ډېسېمبر پر ۱۸مه د نړیوال جام تر ګټلو وروسته پر انسټاګرام په بیان کې ویلي دي چې ده "په بیا بیا" د نړیوال جام ګټلو "خوب لیده" او اوس یې "باور نه کېږي" چې بالاخره یې اتلولي د خېل هېواد په نوم کړه.

تر بریا وروسته د بیونس ایرس مرکز ته ګڼ خلک ورغلل چې خوشالي وکړي - د ډېسېمبر ۱۸مې انځو.
تر بریا وروسته د بیونس ایرس مرکز ته ګڼ خلک ورغلل چې خوشالي وکړي - د ډېسېمبر ۱۸مې انځو.

په قطر کې د ارجنټینا او فرانسې ترمینځ د فوټبال نړیوال جام پایلوبې ته ګڼ خلک ورغلي ول. ارجنټینیایۍ لوبډلې په لومړیو ۴۵ دقیقو کې دوه ګولونه وکړل.

تر وقفې وروسته د فرانسې لوبډلې لومړی د پېنلټۍ له لارې ګول وکړ او سمدستي وروسته یې په دویم ګول کولو سیالي مساوي کړه.

تر دې وروسته دواړو لوبډلو په اضافي وخت کې یو، یو ګول وکړ او بالاخره د سیالۍ فیصله په پېنلټي ګولونو وشوه چې پکې ارجنټینا څلور او فرانسې دوه ګوله وکړل.

په قطر کې د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د نومبر پر ۱۶مه پیل شوې چې پکې لومړی ۳۲ لوبډلو برخه اخیستې وه چې ورڅخه یې نیمايي په لومړي پړاو کې له اتلولۍ ووتلې او بیا په دویم پړاو کې له اتو څخه یوازې د ارجنټینا، فرانسې، کروېشیا او مراکش لوبډلې پاتې شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG