د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانسه د فوټبال نړیوال جام پایلوبې ته رسېدلې


د فرانسې لوبغاړی د ډېسېمبر پر ۱۴مه د ګول کولو پر وخت
د فرانسې لوبغاړی د ډېسېمبر پر ۱۴مه د ګول کولو پر وخت

فرانسه د فوټبال د نړيوال جام په نيمه پايلوبه کې مراکش ته ماتې ورکړه او پایلوبې (فاینل) ته ووتله.

د ډېسېمبر پر ۱۴مه شپې مهال د قطر په دوحه کې په شوې سیالۍ کې فرانسې دوه ګولونه وکړل خو د مراکش لوبډلې هېڅ ګول و نه کړای شو.

ټاکل شوې چې مراکش او کروېشیا، چې په لومړۍ نیمه پایلوبه کې یې له ارجنټینا ماتې خوړلې وه، د ډېسېمبر پر ۱۷مه د اتلولۍ د درېیم مقام لپاره سیالي وکړي.

تر دې وروسته، د ډېسېمبر پر ۱۸مه به د ارجنټینا او فرانسې لوبډلې په پایلوبه کې یو بل ته مخامخېږي.

د فوټبال د نړیوال کپ سیالۍ د نومبر له ۱۶مې راهیسې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG