په خوست کې د طالبانو د والي دفتر اعلان کړی چې نن ماسپښین به د دې ولایت په ورزشي لوبغالي کې په عام محضر کې د اعدام علني حکم اجرا شي.
خوست ولایت کې د طالبانو د والي ویاند، مستغفر ګربز پر خپله ایکس پاڼه له خلکو غوښتي چې پرته له وسلو او کمرو د پیښې ځای ته ورشي.