د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د امریکا قونسلګرۍ او د خیبر پښتونخوا حکومتي استازو د پولیو پر ختمولو بحث کړی دی


یوه روغتیاپاله په پېښور کې ماشومې ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
یوه روغتیاپاله په پېښور کې ماشومې ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

په پېښور کې د امریکا قونسلګرۍ د اېلېنور روزوېلټ څانګې او د پاکستان پرمختیايي چارو بنسټ (پاکستان ډېوېلپمنټ فاونډېشن) استازو د ګوزڼ مخنیوي په اړه یوه غونډه کړې ده.

د اکتوبر پر ۱۸مه د ګوزڼ وایرس د خپراوي پر مخنیوي او د ناروغۍ پر ختمولو خبرې وشوې.

د غونډې ګډونوالو وویل چې د پوهاوي زیاتولو او د ټولنې د وګړو په مرسته د پولیو ختمول شوني دي.

د خیبر پښتونخوا لنډمهالي حکومت په بیان کې ویلي دي چې د عامې روغتیا وزیر ډاکتر ریاض انور پر زده کوونکو غږ وکړ چې د ټولنې اتلان شي او د پولیو رنځ په مخنیوي کې رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د روغتیايي چارو ملي مرکز د اکتوبر پر څلورمه وویل چې د سېپټېمبر پر ۲۰مه یې د پېښور د شاهین مسلم ټاون سیمې په ناولو یا ناپاکه اوبو کې د پولیو وایرس نمونې موندلې دي.

دا روان کال د پېښور د بېلابېلو برخو په ناپاکه اوبو کې د وایرس د موجودګۍ ۱۳مه پېښه وه.

چارواکو د سېپټېمبر پر ۲۱مه د بنو په ناولو اوبو کې هم د وایرس نمونې موندلې وې.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

د پاکستان چارواکو د اکتوبر په پیل کې د پولیو واکسیني کیمپېن هم ترسره کړی وو.

روان کال په پاکستان کې د پولیو درې پېښې ثبت شوې دي او درېواړه ناروغان د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي دي.

تېر کال په پاکستان کې د ګوزڼ ۲۰ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې ۱۷ ناروغان د شمالي وزیرستان، دوه د لکي مروت او یو د جنوبي وزیرستان وو.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د ګوزڼ ناروغي موجوده ده.

XS
SM
MD
LG