د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېنېټ کمېټۍ پاکستان کې د اب و هوا بدلون پر ناوړه اثراتو اندېښنه ښوولې ده


په پاکستان کې په سږني ژمي کې د پخوا پرتله کم ورښتونه او واورې شوي دي ـ انځور له ارشیفه.
په پاکستان کې په سږني ژمي کې د پخوا پرتله کم ورښتونه او واورې شوي دي ـ انځور له ارشیفه.

د موسمونو او چاپېریال ادارې چارواکو او د سېنېټ د اقلیمي بدلون چارو کمېټۍ په پاکستان کې د اب و هوا بدلون پر ناوړه اثراتو اندېښنه ښوولې ده.

د موسمیاتو او چاپېریال ساتنې د ادارو چارواکي وايي چې په روان ژمې کي بې وخته او کم بارانونه او واورې وشوې چې دا د اقلیمي بدلون د بد اغېز ښکارندويي کوي.

په خیبر پښتونخوا کې د موسمیاتو ادارې مرستیال مشر فهیم خان مشال راډیو ته وویل چې د تېر کال پرتله سږ کال لږ بارانونه او واورې وشوې.

په صوبه کې د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال مشر افسر خان د فبرورۍ پر ۲۳مه نېټه مشال راډیو ته وویل چې که پر سم وخت او مناسب مقدار کې واورې او بارانونه نه کېږي نو له دې سره نه یوازې په سیندونو کې اوبه کمېږي بلکې د ځمکلاندې اوبو سطح هم ټیټېږي چې له وجې یې د څښاک د پاکو اوبو کمښت پیدا کېږي.

د بر دیر اوسېدونکي زاهد خان مشال راډیو ته اوویل چې سږ کال په دیر، سوات، چترال او نورو غرییزو سیمو کې د ژمي په پای کې واوره او بارانونه وشول.

ده وویل چې خلک هم په اب و هوا کې بدلون محسوسوي او دا چې د پخوا پرتله د ورښتونو وخت او مقدار کم شوی دی.

په عین حال کې د پاکستان په سېنېټ کې د اقلیمي بدلون چارو قایمه کمېټۍ د فبرورۍ پر ۲۳مه په غونډه کې د اب وهوا بدلون پر اثراتو د اندېښنو څرګندونه وشوه.

حکومتي ادارو سېنېټ ته په ورکړیو معلوماتو کې ویلي دي چې تېر کال په پاکستان کې په ټولیز ډول د تودوخې کچه خورا لوړه شوه.

دا راز تېر کال د زیاتې ګرمۍ او په پشکال د زیاتو بارانونو او سېلابونو په وجه په پښتونخوا، سیند، پنجاب او بلوچستان کې زرعي ځمکو ته خورا زیات زیان ورسېد.

په خیبر پښتونخوا کې د چاپېریال ساتنې د ادارې مرستیال مشر افسرخان وايي، په ۲۰۲۲ز کال کې د پاکستان وفاقي او صوبايي حکومتونو د اب و هوا بدلون د بدو اثراتو مخنیوي لپاره تګلارې جوړې کړې او په خیبر پښتونخوا کې د نړیوالو ادارو او حکومت ګډې پروژې هم روانې دي.

خو هغه زیاتوي چې د اقلیمي بدلون ستونزه نړیواله ده او قابو کول یې د یو هېواد او یا صوبې د وس کار نه دی.

په خیبر پښتونخوا کې دا ځل په ژمي کې کم ورښتونه شوي دي خو د موسمیاتو ادارې د فبرورۍ له ۲۵مې څخه د نورو ورښتونو اټکل کړی دی.

XS
SM
MD
LG