د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غیر حتمي نتیجو له مخې مسلم لیګ (ن) په ضمني انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ ګټلې دي


په لاهور کې د ټولټاکنو پر مهال د مسلم لیګ (ن) د مشرانو عکسونه لګېدلي دي ـ د فبرورۍ نهمې انځور.
په لاهور کې د ټولټاکنو پر مهال د مسلم لیګ (ن) د مشرانو عکسونه لګېدلي دي ـ د فبرورۍ نهمې انځور.

په پاکستان کې د قامي او صوبایي اسمبلیو لپاره په ضمني انتخاباتو کې د غیر حتمي او غیر سرکاري نتیجو له مخې مسلم لیګ (ن) زیاتې څوکۍ ګټلي دي.

د اپرېل پر ۲۱مه د قامي او صوبایي اسمبلیو د ۲۱ څوکیو ډکولو لپاره رایې اچونه وشوه. په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه عام انتخابات شوي ول خو پر ځینو حلقو د امنیت خراب وضعیت او په یوه حمله کې د یو نوماند تر وژنې وروسته انتخابات ځنډېدلي ول.

ټاکل شوې وه چې د اپرېل پر ۲۱مه د قامي او صوبايي اسمبلیو پر ۲۳ څوکیو ضمني انتخابات وشي، خو د سیند د قامي اسمبلۍ او صوبايي اسمبلۍ پر یوې، یوې څوکۍ د نوماندانو تر بې مقابلې منتخبېدو وروسته هلته ټاکنې و نه شوې او په دې توګه ضمني ټاکنې په پاتې ۲۱ حلقو کې وشوې.

د غیر حتمي پایلو له مخې واکمن مسلم لیګ (ن) د قامي اسمبلۍ دوه څوکۍ ترلاسه کړې دي.

د قامي اسمبلۍ په پاتې درې څوکیو کې یوه پیپلز ګوند، یوه د تحریک انصاف ملاتړ لرونکي او د سني اتحاد کونسل نوماند او د باجوړ څوکۍ ازاد کاندید مبارک زېب ګټلې ده. نوموړی په باجوړ کې د فبرورۍ د عامو انتخاباتو د کیمپېن پر مهال د وژل شوي نوماند ریحان زېب ورور دی.

د غیر حتمي نتیجو له مخې، مبارک زېب د باجوړ او د سني اتحاد کونسل نوماند داود شاه د کواټ د صوبايي اسمبلیو څوکۍ ګټلې دي.

د پنجاب اسمبلۍ په څوکیو کې مسلم لیګ (ن) نهه او استحکام پاکستان ګوند، سني اتحاد کونسل او مسلم لیګ (ق) یوه، یوه څوکۍ ګټلې ده.

د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ یوه څوکۍ مسلم لیګ (ن) او بله یې بلوچستان نیشنل پارټۍ مېنګل ډلې ګټلې ده.

په پاکستان کې اکثر یو کاندید له یوې څخه زیاتو څوکیو ته ځان نوماندوي چې تر ګټلو وروسته یې یوه څوکۍ له ځانه سره پرېږدي او پاتې خالې کوي. داراز په ځینو ځایونو کې د امنیتي وضعیت یا د امېدوار د مړینې له وجې انتخابات نه کېږي چې وروسته پرې ټاکنې کېږې.

دا ځل له ډېره اسماعیل خانه د قامي اسمبلۍ ۴۴مې حلقې څوکۍ علي امین ګنډه پور ګټلې وه خو هغه دغه څوکۍ پرېښوده او د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ په ساتلو سره د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر شو.

دا راز مريم نواز شریف د قامي اسمبلۍ ۱۱۹مې حلقې څوکۍ ګټلې وه خو هغې هم هغه څوکۍ خالي کړه او پنجاب اسمبلۍ ۱۵۹ یې له ځانه سره وساتله او اعلا وزیره شوه.

وزيراعظم شهباز شريف د قامي او د صوبایي اسمبلۍ دوه دوه څوکۍ ګټلې وې، خو د قامي اسمبلۍ یوه څوکۍ یې وساتله او پاتې یې خالي کړې.

د پاکستان پيپلز پارټۍ چېرمېن بلاول بوټو زرداري په عامو انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ دوه څوکۍ ګټلې وې، هغه د اېن اې ۱۹۴ د لاړکانې څوکۍ وساتله او د قامي اسمبلي ۱۹۶مه څوکۍ یې خالي کړه.

اصف علي زرداري د شهيد بېنظير اباد د حلقه اېن اې ۲۰۷ څوکۍ پرېښوده او ولسمشر شو. د هغه لور اصفه بوټو زرداري وروسته پر هغې څوکۍ بې له مقابلې منتخبه شوه.

په خيبر پښتونخوا کې د ټاکنو کمېشن وياند سهېل احمد د اپرېل پر ۲۱مه مشال راډيو ته په استولي بيان کې وویل چې هلته په ضمني انتخاباتو کې د ۴۹ کانديدانو ترمینځ سیالي وه.

په پاکستان کې د عامو انتخاباتو په نتیجه کې د مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شریف وزیراعظم منتخب شو.

دا راز مسلم لیګ (ن)، پیپلز ګوند او ځینې نور ګوندونه د وفاق تر څنګ په بلوچستان کې هم په حکومت شریک دي خو په سیند کې پیپلز ګوند، په پنجاب کې مسلم لیګ (ن) او په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف ملاتړ لرونکي سني اتحاد کونسل حکومت جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG