د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د قومي او صوبايي اسمبلیو پر ۲۱ چوکیو بیا ټاکنې روانې دي


په پاکستان کې عام انتخابات د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ پر اتمه نېټه ترسره شوي وو
په پاکستان کې عام انتخابات د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ پر اتمه نېټه ترسره شوي وو

په پاکستان کې د قامي او صوبايي اسمبلۍ په ۲۱ څوکیو د ضمني انتخاباتو لپاره د رايي اچول پیل شوي او د ماذيګرتر پينځو بجو به دوام لري.

د انتخاباتو کمېشن واييي چې د قامي اسمبلۍ پر۵، د پنجاب اسمبلۍ پر ۱۲، د خيبر پښتونخوا او بلوچستان اسمبلۍ پر دوو، دوو او د سيند اسمبلۍ پر یوه څوکۍ د ټاکنې لپاره ولس رایې اچوي.

د قامي اسمبلۍ لپاره ضمني انتخابات د پنجاب په دوه، د خېبر پښتونخوا پر دوو او د سيند پر یوه حلقه تر سره کېږي.

د انتخاباتوکمېشن په وینا، د ضمني ټاکنو لپاره ۲۵۹۹ پولنګ مرکزونه جوړ کړل شوي دي. په دې کې ۱۰۸۱ساس او ۴۱۹ ډير حساس ګرځول شوي دي.


په خيبر پښتونخوا کې د ټاکنو کمېشن وياند سهيل احمد د اپريل پر ۲۱مه مشال راډيو ته په راليږلې بيان کې ويلي دي چې د قامي اسمبلۍ حلقه اين اې ۸ باجوړ، اين اې ۴۴ ډيره اسماعيل خان او د صوبايي اسمبلۍ پي کی ۲۲ باجوړ او پي کی ۹۱ کواټ کې د رايي اچولو عمل روان دی.

د ده په خبره په انتخاباتو کې ټول ۴۹ کانديدان سیالي کوي. په حلقه اين اې ۴۴ کې ۱۹ کانديدان، پي کې ۲۲ باجوړ کې ۱۳ او پی کې ۹۱ کواټ کې ۱۰ کاندیدانو ترمنځ مقابله ده.

په خيبر پښتونخوا کې به په ضمني انتخاباتو کې ۱۴ لاکه او ۷۱ زره خلک رایه اچوي.

د سهيل احمد په خبره په خيبر پښتونخوا کې د ضمني ټاکنو لپاره ۸۹۲ پولنګ سټېشنونه جوړ شوي چې د رایې ورکولو ۱۳۹ مرکزونه ډیر حساس اعلان ګرځول شوي دي.


په پاکستان کې د قامي او صوبايي اسمبلۍ په ۲۱ حلقو کې د ضمني انتخاباتو له امله به د اپرېل په ۲۱مه او ۲۲مه د پنجاب او بلوچستان په ځينو ضلعو کې د موبايل فون سروس په موقتي توګه بند وي.

د پاکستان د مخابراتو ادارې (پاکستان ټېلېکمیونیکېشن اتارټي یا پي ټي اې) د اپريل په ۱۹مه، په یوه لنډه اعلامیه کې په ځينو سيمو کې د موبايل او انټرنيټ سهولت تړلو خبره کړي ده.

د اداري په خبره د موبايل ټيليفون او انټرنيټ خدماتو د ځنډولو پریکړه يې په بې پرې او شفافه توګه د ټاکنو پروسې بشپړولو لپاره کړې ده.

له دې وړاندې د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د ضمني انتخاباتو په ورځ د صوبې په څلورو ضلعو او نهو تحصیلونو کې د موبایل ټیلیفون او انټرنیټ سروس بندولو غوښتنه کړې وه.

په پاکستان کې عام انتخابات د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ پر اتمه نېټه ترسره شوي وو چې په نتیجه کې یې د مسلم لیګ نون مشر شهباز شریف وزیراعظم ټاکل شوی وو.

پاکستان مسلم لیګ نون، پیپلز ګوند او ځینې نور ګوندونه د مرکز تر څنګ په بلوچستان کې هم په حکومت شریک دي خو په سیند کې د پیپلز ګوند، په پنجاب کې د مسلم لیګ نون او په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت دی.

XS
SM
MD
LG