د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاکړ: دا د پاکستان او ایران په ګټه ده چې اړیکې یې د پخوا په څېر بحال شي‌


د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ د جنورۍ پر ۱۹مه د وفاقي کابینې د غونډې مشري وکړه. (نځور: ارشیف)
د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ د جنورۍ پر ۱۹مه د وفاقي کابینې د غونډې مشري وکړه. (نځور: ارشیف)

د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ وايي، د پاکستان او ایران ګټه په دې کې ده چې دوه اړخېزه اړیکې یې داسې بحال شي لکه د جنورۍ پر ۱۶مه چې د ایران له خوا د پاکستان د فضايي‌ حدودو تر سرغړونې وړاندې چې وې.

د وزیراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وزیراعظم انوار الحق کاکړ دا څرګندونې د جنورۍ پر ۱۹مه د وفاقي کابینې د غونډې مشري کولو پرمهال کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د بهرنیو چارو وزارت له خوا کابینې ته د ایران له اړخه د پاکستان پر خاوره د د برید او ورسته د پاکستان د غبرکون په اړه تفصیلي معلومات ورکړل شول.

انوارالحق کاکړ پر دې مهال ویلي چې دا د پاکستان او ایران دواړو په ګټه ده چې اړیکې یې د پخوا په څېر بحالې شي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د هم د جنورۍ پر ۱۹مه پر دوه اړخیزه چارو ټېلېفوني خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني د جنورۍ پر ۱۹مه له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره په خبرو کې وویل چې هېواد یې تیار دی چې له تهران سره د متقابل باور او همکارۍ په روحیه پر ټولو موضوعاتو کار وکړي.

بیان زیاتوي چې جیلاني په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې پر امنیتي مسلو د دواړو هېوادونو ترمینځ د نېږدې همکارۍ اړتیا ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې نور معلومات او جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د پاکستان او ایران ترمینځ ترینګلتیا ته په کتو د ملي امنیت د کمېټۍ غونډه وربللې وه.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان نیوز ورځپاڼې او جیو نیوز ټېلېوېژن په ګډون یوشمېر رسنیو ویلي دي چې د جنورۍ پر ۱۹مې په غونډه کې د پوځ، استخباراتو او نورو مهمو ادارو مشران ګډون کړی او پکې د امنیت پر موضوع بحث شوی دی.

د اسلام اباد او تهران ترمینځ تعلقات تر هغې وروسته ترینګلي شول چې ایران د جنورۍ پر ۱۶مه شپې مهال د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو برید وکړ.

د پاکستان حکومت هغه برید په کلکه وغنده، دا کار یې د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه وبلله او و یې ویل چې د ځواب ورکولو حق لري.

ایران وویل چې د برید هدف پاکستان نه بلکې جیش العدل ډله وه. هغې ډلې ته منسوب یو ټېلېګرام چینل د جنورۍ پر ۱۷مه په بیان کې وویل چې په برید کې هغه کورونه په نښه شوي دي چې پکې د هغې ډلې د غړو ښځې او بچي اوسېدل.

خو اسلام اباد وویل چې په حمله کې دوه ماشومان ووژل شول او درې نجونه ژوبلې شوې.

په زرغون غره سیمه کې یو کس د فرانسې خبري اژانس خبریال ته د ایران د برید ځای ښيي - د جنورۍ ۱۸مې انځور.
په زرغون غره سیمه کې یو کس د فرانسې خبري اژانس خبریال ته د ایران د برید ځای ښيي - د جنورۍ ۱۸مې انځور.

تر دې وروسته، اسلام اباد د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې د"ترهګرو پر پټنځایونو" د بریدونو خبر ورکړ چې پکې د ایرانیو چارواکو په وينا د څلورو ماشومانو او درو ښځو په ګډون نهه کسان ووژل شول.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي خبريالانو ته وویل چې په وژل شویو کې "هېڅ یو ایرانی نه شته."

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅې وویل چې په ايران کې وژل شوي کسان پاکستانيان دي.

پر هم هغه ورځ د پاکستان پوځ په يو بيان کې وویل په برید کې یې بې پیلوټه الوتکې، توغندي او نورې وسلې کارولې دي او پکې یې یې د بېلتونپاله بلوچستان لېبرېشن ارمي او بلوچستان لېبرېشن فرنټ یا جبهې پټنځایونه په نښه کړي دي.

لومړی څه پېښ شول؟

پاکستان تر هغې وروسته له ایرانه خپل سفیر هېواد ته وروغوښت چې تهران وویل، د پاکستان په خاوره کې یې د جیش العدل ډلې پر دوو مرکزونو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو حملې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۱۷مه په بیان کې وویل چې "بې له پارونې" د ایران برید د "نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور د موخو او اصولو سرغړونه" ده.

وزارت وویل چې په پاکستان کې د ایران سفیر، چې اوسمهال په خپل هېواد کې دی، ته د اوس لپاره اسلام اباد ته د ستنېدو اجازه نه ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۷مه تر نیمې شپې وروسته په لومړي بیان کې د ایران بریدونه په کلکه وغندل او و یې ویل چې د هغه "پاروونکي اقدام د ځواب ورکولو حق لري."

ایران د پاکستان پر خاوره حمله تر هغې شاوخوا یوه میاشت وروسته وکړه چې جیش العدل ډلې د هغه هېواد د سیستان-بلوچستان ولایت په راسک کې پر پولیسو د یوه برید ذمه واري ومنله. په هغه برید کې ۱۱ ایراني پولیس وژل شوي ول.

تهران تر هغې حملې وروسته له پاکستانه د جیش العدل پرضد د اقدام غوښتنه کړې وه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال په بیان کې ویلي ول چې د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره په ټېلېفوني خبرو کې هغه برید غندلی وو او ورته یې د همکارۍ ډاډ ورکړی وو.

تهران اکثر شکایت کوي چې له پاکستانه وسلوال وراوړي او هلته حملې کوي.

خو اسلام اباد وايي، خپله خاوره د هېچا ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي او په بلوچستان کې یې د وسلوالو ضد اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان غبرګون

د پاکستان حکومت د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي وویل چې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس یې د ایران په بلوچستان - سیستان ولایت کې د "مرګ پر سرمچار" په نوم عملیات کړي دي.

په پاکستان کې بېلتونپالي بلوڅ وسلوال ځان په بلوڅۍ ژبه سرمچار یا د "ازادۍ جنګیاليو" په نوم یادوي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي ول چې د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي شوي بریدونه "خورا منظم او دقیق" ول چې پکې "یوشمېر ترهګر" وژل شوي دي.

په تهران کې یو کس د پاکستان تر برید وروسته په خپل موبایل ټېلېفون خبرونه ګوري - د جنورۍ ۱۸مې انځور.
په تهران کې یو کس د پاکستان تر برید وروسته په خپل موبایل ټېلېفون خبرونه ګوري - د جنورۍ ۱۸مې انځور.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې وویل چې اسلام اباد په تېرو کلونو کې په بیا بیا له تهران سره هلته د پاکستان توکمه وسلوالو د پټنځایونو په اړه خپلې "جدي اندېښنې" شریکې کړې وې.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي خبريالانو ته وویل چې په وژل شویو کې "هېڅ یو ایرانی نه شته."

د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې یوه چارواکي مهر خبري اژانس ته وویل چې برید پر یوه سرحدي پوله شوی دی چې قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.

نړیوال غبرګون

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د پاکستان او ایران ترمینځ پر ترینګلتیا سخته اندېښنه ښوولې ده.

د نوموړي ویاند سټیفان دوجارېک د جنورۍ پر ۱۸مه په بیان کې ویلي دي چې ګوتېرېش د ایران او پاکستان له خوا د یو بل پر خاوره بریدونو زښت اندېښمن کړی دی.

بیان وايي چې د ملګرو ملتونو مشر له دواړو خواوو غوښتي دي چې له زیات زغمه کار واخلي او د ترینګلتیا له لا زیاتولو ډډه وکړي.

چین د پاکستان او ایران تر بریدونو وروسته وویل چې د دواړو هېوادونو ترمینځ مینځګړتوب ته تیار دی.

د هغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نېنګ د جنوري پر ۱۸مه وويل "چين په کلکه هيله لري چې دواړه خواوې ارامې اوسي، له زغمه کار واخلي او د تاوتريخوالي د زياتېدو مخه ونيسي."

نوموړې زياته کړه "که دواړه خواوې وغواړي، موږ هم چمتو يو چې د وضعیت په ښه کولو کې رغنده رول ولوبوو."

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتو مېلر په واشنګټن کې د خبري غونډې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې په بلوچستان کې د ایران حمله غندلې وه.

مېلر د جنورۍ پر ۱۷مه زیاته کړه چې ایران "له یوې خوا په سیمه کې د ترهګرۍ له لویو تمویلوونکو او بې ثباتۍ خپروونکو هېوادونو یو دی، او له بل لوري دعوه کوي چې دا ډول اقدامات د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په موخه کوي."

XS
SM
MD
LG