د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي له ایران سره د سوداګرۍ او توانایۍ په څانګو کې همکارۍ زیاتوي


په لاهور کې پر یو سړک د ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي او پاکستاني وزیراعظم شهباز شریف انځورونه لګېدلي دي - د اپرېل ۲۲مې انځور.
په لاهور کې پر یو سړک د ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي او پاکستاني وزیراعظم شهباز شریف انځورونه لګېدلي دي - د اپرېل ۲۲مې انځور.

د ايران ولسمشر د پاکستان تر درې ورځنی سفر وروسته، له کراچۍ څخه خپل هېواد ته ستون شوی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۴مه رسنيو ته په استولي بیان کې ويلي چې سيد ابراهيم ريیسي په اسلام اباد، لاهور او کراچۍ کې له چارواکو سره خبرې وکړې.

د پاکستان او ایران په ګډه اعلامیه کې راغلي دي چې د دواړو غاړو چارواکو ګټورې خبرې وکړې او د تجارت، د رابطو، توانايۍ او د ولسي وګړو ترمینځ د راشه درشه په ګډون په نورو برخو کې هم د همکاریو پر زیاتولو سلا شول.

رییسي د اپرېل پر۲۳مه لومړی لاهور ته ولاړ او هلته يې د پنجاب له اعلا وزیرې مریم نواز او ګورنر بلیغ الرحمان سره وليدل.

نوموړي تر دې وروسته کراچۍ ته سفر وکړ او د سيند له اعلا وزیر مراد علي شاه سره يې ملاقات وکړ.

د اعلا وزیر ویاند عبدالرشيد چنا رسنيو ته په استولي بیان کې ويلي چې ايراني ولسمشر او مراد علي شاه د پانګه اچونې او د دوه اړخيزو اقتصادي فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړې.

ابراهيم ريسي د اپرېل پر ۲۲مه اسلام اباد ته رسېدلی وو او پر هم هغه ورځ يې د پاکستان له وزیراعظم شهباز شريف سره تر لیدو وروسته ګډې خبرې غونډې ته وویل چې له پاکستان سره يې د دوه اړخيزه سوداګرۍ کچه ۱۰ اربه امريکايي ډالرو ته پر رسولو موافقه کړې ده.

د دواړو هېوادونو مشرانو په ملاقات کې "د ترهګرۍ د ختمولو لپاره د ګډو هڅو کولو" موافقه هم وکړه.

دا راز د دواړو مشرانو د ایران او پاکستان چارواکو د امنیتي همکاریو زیاتولو، د اقتصادي زونونو جوړولو او فرهنګي چارو په ګډون په بېلابېلو څانګو کې د همکاریو اته موافقې او مفاهمتي یادښتونه لاسلیک کړل.

دا سږ کال په فبرورۍ کې د عامو انتخاباتو په نتیجه کې د حکومت تر جوړېدو وروسته پاکستان ته د یو هېواد یا حکومت د مشر لومړی سفر وو.

رییسي ته د پاکستان د سفر بلنه د هغه پاکستاني سیال اصف علي زرداري د روانې میاشت پر ۱۱مه په ټېلېفوني خبرو کې ورکړې وه.

ایرانی ولسمشر پر داسې مهال پاکستان دا سفر په داسې مهال وکړ چې د سږ کال په پیل کې د تهران او اسلام اباد ترمینځ ترینګلتیا پیدا شوه او داراز، په وروستیو اوونیو کې د ایران او اسراییلو ترمینځ د تاوتریخوالي له وجې په منځني ختیځ کې وضعیت کړکېچن دی.

د اسلام اباد او تهران ترمینځ تعلقات سږکال په جنورۍ کې تر هغې وروسته خراب شول چې د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د برید له وجې ترینګلي شول.

تر دې وروسته، اسلام اباد د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې د "ترهګرو پر پټنځایونو" د بریدونو خبر ورکړ چې پکې د ایرانیو چارواکو په وينا د څلورو ماشومانو او درو ښځو په ګډون نهه کسان ووژل شول.

تر هغو پېښو وروسته د دواړو هېوادونو سفارتي اړیکې د لنډ وخت لپاره ځنډول شوی وې خو د جنورۍ پر ۲۶مه د ایران او پاکستان سفیران اسلام اباد او تهران ته ستانه شول او د دواړو هېوادونو ترمینځ سفارتي اړیکې، تر لنډې ترینګلتیا وروسته، بیا پر ځای شوې.

XS
SM
MD
LG