د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ورښتونو پر مهال بېلابېلو پېښو کې ۲۷ تنه وژل شوي دي


چارواکي وايي د تندرونو پرېوتو پېښو کې هم یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده - پخوانی انځور.
چارواکي وايي د تندرونو پرېوتو پېښو کې هم یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده - پخوانی انځور.

د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف په هېواد کې د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې پر مرګژوبلې او مالي زیان خپګان ښوولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل له ۱۱ او ۱۲مې راهیسې په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د سختو بارانونو پر مهال د تندرونو پرېوتو، کمرونو او کورونو نړېدو او په نورو پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۷ تنه وژل شوي او تر ۱۵ زیات ژوبل دي.

د وزیراعظم دفتر د اپرېل پر ۱۴مه پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې شریف چارواکو ته لارښوونه کړې ده چې ژوبلو ته هر ډول طبي اسانتیاوې ورکړي.

بیان زیاتوي چې نوموړي د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) او نورو اړوندو ادارو ته په اغېزمنو سیمو کې د مرستندویه چارو چټکولو امر هم کړی دی.

د پاکستان دولتي راډیو وايي چې د بلوچستان د مرکز کوټې، نوشکي، ډېره بګټي، خضدار او کوهلو په ګډون په یوشمېر برخو کې سخت بارانونه شوي دي او په کوټه کې یې له وجې سېلاب راغلی دی.

له دې پرته د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، کواټ، مومندو او ملاکنډ ډېوېژن او د پنجاب په جنوبي برخو کې سخت ورښتونه شوي دي.

په بلوچستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د اپرېل پر ۱۳مه په بیان کې ویلي دي چې له تېرو درو ورځو راهیسې د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې د یوې ښځې او درو ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او یو ژوبل دی.

ادارې ویلي دي چې بارانونو په بېلابېلو ضلعو کې فصلونو او باغونو ته هم زیان اړولی دی.

چارواکي وايي په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو له وجې د ګاډو تګ راتګ اغېزمن شوی دی - پخوانی انځور.
چارواکي وايي په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو له وجې د ګاډو تګ راتګ اغېزمن شوی دی - پخوانی انځور.

په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ویاند بلال فیضي د اپرېل پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې د ورښتونو پر مهال په چترال، بونېر او سوات کې په بېلابېلو پېښو کې د درو ماشومانو په ګډون څلور تنه وژل شوي او نهه ژوبل دي.

دی وايي، د بارانونو له وجې په ځینو خوړونو کې سېلابونه راغلي دي او په صوبه کې تر ۱۵ زیات کورونه ړنګ شوي دي.

فیضي زیاتوي چې د بارانونو او سېلابونو له وجې ځینې پلونه او سړکونه هم زیانمن شوي دي.

اخوا د سوات انتظامي چارواکي وايي چې د بارانونو پر مهال د کمرونو نړېدو له وجې د بحرین - کالام سړک تړل شوی دی.

چارواکي وايي چې له بحرینه یې پورته کالام ته د تلونکي سړک یوه برخه د لویو او مال وړونکو ګاډو تګ راتګ لپاره پرانیستې ده.

د پاکستان دولتي راډیو وايي چې په کوز او بره چترال کې د ورښتونو پر مهال پر سړکونو د ګاډو تګ راتګ ځنډېدلی دی.

اخوا د پاکستان رسنۍ وايي چې په پنجاب کې د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې ۱۷ تنه وژل شوي او یوشمېر نور ژوبل دي.

دولتي راډیو وايي چې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د اپرېل پر ۱۳مه په بیان کې ضلعي انتظامیو ته د تیار اوسېدو امر کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د فبرورۍ له پایه د مارچ تر پیله او بیا د مارچ په پای کې د ورښتونو پر مهال په پېښو او سېلابونو کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

په پېښور کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د مارچ په پیل کې ویلي ول چې د ورښتونو او سېلابونو له وجې تر ۶۰۰ زیاتې ودانۍ زیانمنې شوې وې او د کمرونو نړېدو له وجې په ځینو غرییزو سیمو کې سړکونه تړل شوي ول.

پي ډي اېم اې زیاته کړې وه چې ورښتونو زيات زيانونه په ملاکنډ، باجوړ، خيبر، سوات، کوز دير او بر دير، شانګله، بټګرام او ډېره اسماعيل خان کې اړولي ول.

په بلوچستان کې د فبرورۍ له پایه په شويو بارانونو کې یوشمېر کسان وژل شوي او ګڼ ژوبل شوي ول.

هغو بارانونو او سېلابونو تر ټولو زیات زیان په بندري ښار ګوادر کې اړولی وو.

د ګوادر ډېپټي کمېشنر اورنګزېب باديني ویلي ول چې د ورښتونو او سېلابونو له امله په ګوادر کې ۳،۱۰۰ کورونه، په جیونۍ کې ۱۲۵ کورونه او په پسني کې ۲۵ کورونه اغېزمن شوی ول.

د بارانونو او سېلابونو له وجې زرګونه کسان بې کوره شوي هم ول او په جېوني کې د اوبو ۹۵ سلنه بندونه مات شوي ول.

تر دې وروسته د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف ویل ول چې وفاقي حکومت په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په ورښتونو او سېلابونو کې له ځپل شویو خلکو سره پوره مرسته کوي.

وزیراعظم په ورښتونو کې د پېښو او سېلابونو پر مهال د وژل شویو کورنیو ته ۲۰، ۲۰ لکه او ژوبلو کسانو ته د پینځه لکه روپیو ورکولو اعلان کړی وو.

شریف داراز ویلي ول چې د بارانونو او واورو له وجې د بشپړو ړنګو شویو کورونو مالکانو ته اووه، اووه لکه روپۍ ورکوي.

شریف د مارچ پر پینځمه د ګوادر د سفر پر مهال د بشپړو ورانو شویو کورونو مالکانو ته د اووه نیمو لکو او د جزوي ړنګو کورونو مالکانو ته د درې نیمو لکو روپیو ورکولو اعلان کړی وو.

XS
SM
MD
LG