د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې وسلوالو یو سیاستوال او یو پولیس وژلی دی


پولیس وايي یو برید په میرامشا او بل په میرلي کې شوی دی.
پولیس وايي یو برید په میرامشا او بل په میرلي کې شوی دی.

پولیس وايي، وسلوالو په شمالي وزيرستان کې په دوه جلا جلا بریدونو کې يو سیاستوال او یو پولیس افسر وژلی دی.

د شمالي وزيرستان د پولیسو مشر روښانزېب رسنيو ته په استولي بیان کې ويلي دي چې د اپرېل پر دويمه په میرامشا کې د جمعيت علمای اسلام (ف) ځايي سیاستوال مولانا نور اسلام نظامي له جوماته کور ته روان وو چې وسلوالو وویشت.

پولیس وایي، تر برید وروسته وسلوال د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

بلخوا د ميرلي تاڼې يو چارواکي محمد زوهېب د اپرېل پر درېیمه مشال راډيو ته وويل چې بریدګرو یو پولیس سرتېری سمیع الله داوړ په خپل کلي حسوخېلو کې وویشت.

د هغه په وينا، د پولیسو پلټنې روانې دي خو تر اوسه یې څوک نه دي نیولي.

د میرامشا او حسوخېلو د حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د مشال راډیو د غونډو کړو ارقامو له مخې، له تازه پېښې سره په ۲۰۲۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر ۱۵ ته رسېدلی دی.

د مارچ پر ۱۴مه وسلوالو د سپلګې سیمې یو اوسېدونکی ملول خان وژلی وو.

د مارچ پر اتمه وسلوالو د میرلي په هرمز اډه کې یو ځايي مشر ملک ابراهیم وویشت. د هغو بریدونو ذمه واري هم چا نه وه منلې خو پولیسو یې مقدمه دایره کړې او پلټنې پیل کړې وې.

د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په میرلي او پر دویمه د میرامشا په نغر کلي کې دوه ځايي وګړي وژل شوي ول. تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۹مه په میرلي کې پینځه تنه وژل شوي ول چې جسدونه یې په میرلي بازار کې د یو ښوونځي مخې ته پراته ول.

په شمالي وزیرستان کې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې دا ډول حملې روانې دي چې پکې ګڼو ولسي مشرانو، سرکاري کارکوونکو، امنیتي او پولیس سرتېرو، سیاستوالانو، دیني عالمانو او فعالانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په ۲۰۲۳ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۴۴ هدفي بریدونه شوي ول چې تر ۵۰ زیات ولسي وګړي، ځايي مشران، فعالان او ولسي او امنيتي چارواکي پکې په نښه شوي ول.

د شمالي وزیرستان اوسېدونکو په تېرو کلونو کې د ناامنیو ضد پراخې مظاهرې، لاریونونه او جرګې کړې دي.

د اتمانزیو جرګې د ۲۰۲۳ز کال له اوړي راهیسې د کال تر وروستیو میاشتو پورې په سيمه کې د امنیت ټېنګښت او هدفي وژنو د مخنيوي لپاره احتجاجونه وکړل او د روان کال د فبرورۍ په پای کې یې وویل چې پوځ ورته د سیمې د امنیت ډاډ ورکړی دی.

په همدې حال کې پوځ هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مارچ پر نهمه په سیمه کې په دوو پېښو کې د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

په شمالي وزيرستان کې تر ټولو زياته فعاله وسلواله ډله تحريک طالبان پاکستان ده. خو هلته له تحریک طالبان پاکستانه جلا شوې یوشمېر نورې وسلوالې ډلې هم شته چې چارواکي یې په هدفي او نورو حملو او داراز، په جرمونو کې ککړې بولي.

XS
SM
MD
LG