د لاسرسي ځای

تازه خبر

ابراهیم رییسي: ایران او پاکستان د دوه اړخیزه سوداګرۍ سطح ۱۰ اربه ډالرو ته لوړوي


وزیراعظم شهباز شریف (کیڼ لوري ته) له ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي سره ستړي مه شي کوي - د اپرېل ۲۲مې انځور.
وزیراعظم شهباز شریف (کیڼ لوري ته) له ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي سره ستړي مه شي کوي - د اپرېل ۲۲مې انځور.

ایراني ولسمشر سید ابراهیم رییسي ويلي دي چې له پاکستان سره یې د دوه اړخیزه سوداګرۍ سطح ۱۰ اربه امریکايي ډالرو ته پر رسولو موافقه کړې ده.

نوموړي د اپرېل پر ۲۲مه په اسلام اباد کې له پاکستاني وزیراعظم میا محمد شهباز شریف سره تر لیدو وروسته ګډې خبري غونډې ته وویل چې د دوه اړخیزه تجارت اوسنی کچ "د منلو وړ نه دی" او باید زیات شي.

دا تر هغې وروسته ده چې رییسي د اپرېل پر ۲۲مه له خپلې ښځې او له یوه لوړپوړي پلاوي سره اسلام اباد ته ورسېد.

د پاکستان دولتي راډیو وايي چې له ایراني ولسمشر سره په پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر، د کابینې نور وزیران، لوړپوړي چارواکي او د کاروباریانو او سوداګرو یوه ډله شامله ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ټاکل شوې چې ولسمشر رییسيټاکل شوې چې نوموړی پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال له خپل پاکستاني سیال اصف علي زرداري، د قامي اسمبلۍ له سپیکر او د سېنېټ له چېرمېن سره وګوري او داراز، لاهور او کراچۍ ته هم ورشي او هلته د پنجاب او سیند له اعلاوزیرانو سره غونډې ولري.

دا سږ کال په فبرورۍ کې د عامو انتخاباتو په نتیجه کې د حکومت تر جوړېدو وروسته پاکستان ته د یو هېواد یا حکومت د مشر لومړی سفر دی.

چارواکي وايي چې پاکستان ته د ایراني ولسمشر د سفر پر مهال کلک امنیتي اقدامات شوي دي.

اسلام اباد ته د ابراهیم رییسي د سفر پر مهال د پاکستان او ایران بیرغونو تر څنګ د هرکلي لوحې لګېدلې دي - د اپرېل ۲۲مې انځور.
اسلام اباد ته د ابراهیم رییسي د سفر پر مهال د پاکستان او ایران بیرغونو تر څنګ د هرکلي لوحې لګېدلې دي - د اپرېل ۲۲مې انځور.

د پاکستان دولتي راډیو وايي چې دواړو مشرانو په ملاقات کې "د ترهګرۍ د ختمولو لپاره د ګډو هڅو کولو" موافقه وکړه.

د دواړو مشرانو تر ملاقات وروسته د ایران او پاکستان چارواکو د امنیتي همکاریو زیاتولو، د اقتصادي زونونو جوړولو او فرهنګي چارو په ګډون په بېلابېلو څانګو کې د همکاریو اته موافقې او مفاهمتي یادښتونه لاسلیک کړل.

تر هغې وروسته ابراهیم رییسي په خپلو خبرو کې د پاکستان او ایران پر پوله د سوداګرۍ او کاروباري هلو ځلو پر زیاتولو او دواړو خواوو ته د مېشتو ولسونو بهبود ته پر پاملرنې ټینګار وکړ.

ده وویل چې هېواد یې د ترهګرۍ او جنایتونو پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی.

د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف په خپلو خبرو کې وویل چې له ایران سره د تعلقاتو پراخولو ته ژمن دی.

هغه هم وویل چې وخت راغلی دی چې تهران او اسلام اباد د پولې دواړه خواوو ته اقتصادي پرمختیا او سوکالۍ ته توجه ورکړي.

شریف په خپلو خبرو کې هیله وښوده چې د رییسي سفر به د دواړو هېوادونو تعلقات لا پیاوړي کړي.

د ایراني ولسمشر د سفر په اړه د شنونکو نظر

په پېښور کې خبریال او شنونکي کاشف الدین سید وايي چې ابراهیم رییسي پر داسې مهال پاکستان ته تللی دی چې په منځني ختیځ کې وضعیت خراب دی.

دی وايي، البته دا سفر د اسراییلو او ایران ترمینځ د ترینګلتیا تر زیاتېدو مخکې پلان شوی وو خو په خبره یې چې اوس یې ارزښت لا زیات دی.

خو د سید په اند، د رییسي د سفر "ستراتیژیک ارزښت" زیات نه دی البته د پاکستان او ایران ترمینځ د "تجارت په شعبه کې د تعاون او اعتماد سازۍ" په برخو کې موثره تمامېدای شي.

په اسلام اباد کې د دنیا نیوز خبریال او شنونکی راشد صافي وايي چې د رییسي سفر ښايي مثبتې پایلې ولري، خو له کبله یې پاکستان او ایران له ځینو ستونزو سره هم مخامخېدای شي. "دواړو ملکونو ته د دې دورې (سفر) په وجه باندې په نړیواله سطح سفارتي مشکلات هم پېښېدای شي."

صافی وايي چې که پاکستان له ایران سره په مختلفو برخو کې همکارۍ زیاتوي، نو پر اسلام اباد د "امریکا فشار سېوا کېدای شي او له پاکستان سره چې په دفاعي، اقتصادي او مالي تعاون دی، په هغې کې هم د امریکا له طرفه کمی راتللای شي."

اخوا د پېښور پوهنتون د ژورنالېزم څانګې استاد او شنونکی ډاکتر عرفان اشرف وايي چې داسې ښکاري چې په سیمه کې ښايي "د ایران خلاف یو اتحاد جوړ" شي ځکه چې یو لوري ته "امریکا له ایرانه خوشاله نه ده او بل طرف ته" د تهران او اسراییلو ترمینځ هم ترینګلتیا زیاته ده نو ځکه ایران د سیمې د هېوادونو ملګرتیا ته اړتیا لري.

رییسي ته د پاکستان د سفر بلنه د هغه پاکستاني سیال اصف علي زرداري د روانې میاشت پر ۱۱مه په ټېلېفوني خبرو کې ورکړې وه.

ایرانی ولسمشر پر داسې مهال پاکستان ته تللی دی چې د سږ کال په پیل کې د تهران او اسلام اباد ترمینځ ترینګلتیا پیدا شوه او داراز، په وروستیو اوونیو کې د ایران او اسراییلو ترمینځ د تاوتریخوالي له وجې په منځني ختیځ کې وضعیت کړکېچن دی.

د اسلام اباد او تهران ترمینځ تعلقات سږکال په جنورۍ کې تر هغې وروسته خراب شول چې د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د برید له وجې ترینګلي شول.

تر دې وروسته، اسلام اباد د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې د "ترهګرو پر پټنځایونو" د بریدونو خبر ورکړ چې پکې د ایرانیو چارواکو په وينا د څلورو ماشومانو او درو ښځو په ګډون نهه کسان ووژل شول.

تر هغو پېښو وروسته د دواړو هېوادونو سفارتي اړیکې د لنډ وخت لپاره ځنډول شوی وې خو د جنورۍ پر ۲۶مه د ایران او پاکستان سفیران اسلام اباد او تهران ته ستانه شول او د دواړو هېوادونو ترمینځ سفارتي اړیکې، تر لنډې ترینګلتیا وروسته، بیا پر ځای شوې.

XS
SM
MD
LG