د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي چین له پېښوره تر کراچۍ پورې د اورګاډي پټلۍ پروژه کې د ۷ اربه ډالرو پانګونه کوي


د چین او پاکستان وزیراعظمان د اکتوبر پر ۱۸مه د دواړو خواوو د چارواکو ترمینځ د موافقو لاسلیکولو پر مهال.
د چین او پاکستان وزیراعظمان د اکتوبر پر ۱۸مه د دواړو خواوو د چارواکو ترمینځ د موافقو لاسلیکولو پر مهال.

د پاکستان حکومت وايي چې چین د یوې کړۍ او یوې لارې نوښت د پروژو په لړ کې په هغه هېواد کې د اووه اربه (مېلیارده) ډالرو په لګښت د اورګاډي پټلۍ جوړولو او رغولو پروژه پیلوي.

د پاکستان د لنډمهالي وزیراعظم دفتر په بیان کې ویلي دي چې انوار الحق کاکړ د اکتوبر پر ۱۸مه په بیجنګ کې له خپل چینايي سیال لي چیانګ سره خبرې وکړې چې تر هغې وروسته د دواړو خواوو پلاویو د چین – پاکستان اقتصادي لارې (سيپیک) په چوکاټ کې یوشمېر یادښتونه او مفاهمتلیکونه هم لاسلیک کړل.

د وزیراعظم دفتر د اکتوبر پر ۱۸مه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې ویلي دي چې کاکړ او لي د سیپیک پروژو په لړ کې د دوه اړخیزه همکاریو او اقتصادي اړیکو د لا پیاوړي کولو پر امکاناتو خبرې وکړې.

چارواکي وايي چې په لاسلیک شویو سندونو کې د اورګاډي د پټلۍ هغه پروژه هم شامله ده چې د لومړۍ عمومي پټلۍ یا مېن لاین – ون په نوم پېژندل کېږي چې د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور د سیند له مرکز او بندري ښار کراچۍ سره نښلوي.

د دوی په خبره، د اورګاډي پر هغې پټلۍ به اووه اربه ډالره خرڅ راځي او پروژه به په ۱۶ کلونو کې بشپړېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د چین په پلازمېنه بیجنګ کې د یو کمربند، یوې لارې د پروژو د ۱۰مې کلیزې په مناسبت نړیوالې غونډې شوې دي.

چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ د اکتوبر پر ۱۸مه غونډې ته وویل چې نړیواله پانګونه یې هېڅ هېواد ته خطر نه ده.

غربي هېوادونه پر چين نيوکې لري چې د نړۍ ځينو بې وزله هېوادونو ته د پور په ورکولو هغوی تر خپل اقتصادي او سیاسي اغېز لاندې راولي.

چين له پاکستان سره هم د ۶۴ اربه ډالرو اقتصادي راهدارۍ یا لارې په پروژه کې د بلوچستان د ګوادر په ګډون د پاکستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې ده.

د دې په غبرګون په پاکستان کې بلوڅ بېلتونپاله وسلوالو ډلو وخت پر وخت پر چينايي وګړو بریدونه کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د یو راپور له مخې د چین د یو کمربند او یوې لارې پروژه په لومړي سر کې چین له اروپا سره نښلوي. خو د اژانس په خبره، د پروژو د ۱۰مې کلیزې په عمومي غونډه کې د هنګري له ولسمشر وېکتور اوربان پرته د اروپايي ټولنې بل لوړپوړي چارواکي ګډون نه دی کړی.

روانه اوونۍ د طالبانو د حکومت په ګډون د نړۍ د ۱۳۰ هېوادونو استازي د بیجنګ په سرمشریزه کې ګډون کوي.

چین په ۲۰۱۳ز کال کې د یوې کړۍ یوې لارې په نوم پراخې پروژې اعلان کړې چې هدف یې د اسیا، اروپا او افریقایي هېوادونو ترمینځ د بېخبنا (انفراسټرکچر) پرمختګ، سوداګرۍ او پانګونې ته وده ورکول دي. د چین-پاکستان اقتصادي لار (سیپيک) هم د هغو پروژو برخه ده.

د چین د هغې پروژۍ په سیالۍ کې د لوی اقتصاد لرونکو ټولنې یا جي ۲۰ یوشمېر مهمو هېوادونو په سېپتېمبر کې په نوي دلي د هندـ منځني ختیځ ـ اروپا اقتصادي دهلېز پروژه اعلان کړه.

د هغې پروژې له مخې به له هند او عربي هېوادونو څخه تجارتي مالونه د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو له لارې جرمني او فرانسې ته لېږدول کېږي.

XS
SM
MD
LG