د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې اورښتونو او سېلابونو شاوخوا ۷۰ کسان وژلي دي


د افغانستان په هرات ولايت کې يو سپينږيری په سېلابي اوبو کې تېرېږي ـ د ۲۰۲۴ز کال د مارچ انځور
د افغانستان په هرات ولايت کې يو سپينږيری په سېلابي اوبو کې تېرېږي ـ د ۲۰۲۴ز کال د مارچ انځور

په افغانستان کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو چارو د دولت وزارت وايي، په هغه هېواد کې د اپرېل له ۱۱مې راهیسې د اورښتونو پر مهال په پېښو او سېلابونو کې شاوخوا ۷۰ کسان وژل شوي او ۵۶ ژوبل دي.

د وزارت ویاند جانان سایق د اپرېل پر ۱۷مه ناوخته رسنیو ته په استولي ویډيويي پیغام کې زياته کړې چې د ځاني تلفاتو تر څنګ بارانونو او سېلابونو ۲،۶۲۷ کورونه په بشپړ او جزوي توګه ويجاړ کړي او درې جوماتونه او څلور ښوونځي یې هم زيانمن کړي دي.

نوموړي داراز وویل چې د سېلابونو له امله تر ۲،۰۰۰ زيات څاروي وژل شوي او ۹۵،۸۶۱ جریبه کرنیزه ځمکه له مينځه تللې ده.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا په افغانستان کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د پېښو شویو زیانونو په اړه اندېښنه ښوولې ده.

اوچا د اپرېل پر ۱۶مه پر اېکس‌ پاڼه لیکلي چې د بارانونو او سېلابونو تلفات او د زیانمنو شویو کسانو اړتیاوې ارزوي او مرستې وررسوي.

دا په داسې حال کې ده چې له وروستیو اورښتونو او سېلابونو څخه زیانمن شوي کسان وايي چې کرنیزې ځمکې او کورونه یې ویجاړ شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو چارو د دولت وزارت وايي، تر سروې وروسته به د بارانونو او سېلابونو له امله له زیانمن شویو کسانو سره د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ مرسته وکړي.

په افغانستان کې د ژمي لومړۍ دوه میاشتې وچې تېرې شوې وې خو له هغه راهیسې تر اوسه څو ځلې بارانونه شوي دي.

په فبرورۍ او مارچ کې په افغانستان کې تر اوږدمهالې وچکالۍ وروسته تر شاوخوا درو اوونیو پورې واوره وورېده او بارانونه وشول چې کروندګرو ته یې سږ کال د زیاتو حاصلاتو هیله ورکړې وه.

د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې د اپرېل پر ۱۷مه هم په هرات، فراه، نیمروز، هېلمند، کندهار، زابل، پکتیکا، خوست، پکتیا، غزني، بامیان، دایکندي، اوروزګان او غور ولایتونو کې له تالندې او برېښنا سره د تېز باران او سېلابونو اټکل کړی وو.

XS
SM
MD
LG