د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته ۱۱۰۰ ميليونه ډالر پور ورکوي


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د ای اېم اېف مشره کرېستالينا ګیورګیېوا - انځور له ارشیفه
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د ای اېم اېف مشره کرېستالينا ګیورګیېوا - انځور له ارشیفه

د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) پاکستان ته د دريوو اربو ډالرو د پور د اخري برخې ورکولو اعلان کړی.

دې ادارې د اپرېل پر ۲۹مه پر اېکس (پخوانی ټوېټر) ليکلي چې پاکستان ته د پور د يوې بلې برخې ورکولو په اړه یې ارزونه سرته رسېدلې ده. په بیان کې زیاته شوې چې يو اعشاريه يو اربه ډالر به په سمدستي توګه پاکستان ته ورکړل شي.

د دې پیسو تر لاسه کولو او تېرو پورونو د ادا کولو د پروګرام د ارزونې لپاره، د ای اېم اېف او پاکستاني چارواکو ترمینځ مذاکرات د تېر مارچ پر ۱۹مه سرته رسېدلي وو. اسلام اباد او ای اېم اېف په ۲۰۲۳ز کال کې پر داسې مهال د درې اربه ډالرو د پور موافقه کړې وه چې پاکستان یو له تر ټولو سختو اقتصادي بحرانونو سره مخامخ وو.

د دغې نړیوالې ادارې مشرې کرېستالينا ګیورګیېوا د اپرېل پر ۱۱مه په واشنګټن کې د خبرو په وخت ويلي‌وو چې پاکستان بايد ځينې مهمې ستونزې هوارې کړي چې په هغوی کې "د مالیې اساس، په اقتصاد کې د ټولنې د شتمنې برخې ونډه، د ولسي لګښتونو څرنګوالی او د یوه لا زيات شفاف چاپېریال ایجادول" شامل دي.

د هغې ادارې اجراییوي ډلې د ۲۰۲۳ کال د جولای پر ۱۲مه پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړی وو چې ورسره سم یې ورته د پور لومړی قسط، چې ۱.۲ اربه ډالر جوړېده، ورکړ.

ای اېم اېف د روان کال په جنورۍ کې پاکستان ته د څه باندې ۷۰۵ مېليونه ډالرو پور دويم قسط ورکړی وو. پاکستان له ۲۰۱۹ کال راهیسې له ډير اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږو اربو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

XS
SM
MD
LG