د لاسرسي ځای

تازه خبر

امیر خان متقي اسماعیل هنیه ته د هغه د کورنۍ د ۷ غړو پر وژل کېدو تسلیت ویلی دی


په غزه کې خلک هغه ګاډی ګوري چې د رسنیو په وینا پکې د اسماعیل هنیه زامن سپاره ول - د اپرېل ۱۰مې انځور.
په غزه کې خلک هغه ګاډی ګوري چې د رسنیو په وینا پکې د اسماعیل هنیه زامن سپاره ول - د اپرېل ۱۰مې انځور.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه ته د هغه د کورنۍ د اووه غړو په وژل کېدو تسلیت ویلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اپرېل پر ۱۰مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې متقي هنیه ته ټېلېفون کړی وو.

حماس ویلي دي چې د اپرېل پر ۱۰مه په غزې تړانګه کې د اسراییلو په برید کې د هنیه درې زامن او څلور لمسي وژل شوي دي.

ګڼو نړیوالو رسنیو چې پکې الجزیره ټېلېوېژن، بي بي سي، ګارډین ورځپاڼه، ای بي سي نیوز او نیو یارک ټایمز هم شامل دی، په برید کې د حماس ډلې د هغه لوړپوړي مشر د کورنۍ د غړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

رسنۍ وايي چې برید د غزې د کډوالو په شاطي کیمپ کې شوی دی او وژل شوي زامن یې حازم، امیر او محمد نومېدل.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې په هغه حمله کې یو ګاډی په نښه شوی چې پکې د هنیه زامن سپاره ول.

اسراییلو ویلي دي چې د هنیه زامنو وسلوال فعالیتونه کول.

دا په داسې حال کې ده چې حماس تر هغه برید یوه ورځ مخکې وویل، د اسراییلو وړاندیز په غزې تړانګه د اوربند په اړه د فلسطینیو وسلوالو ډلو غوښتنې نه پوره کوي خو مطالعه کوي یې او خپل دریځ به مینځګړو ته ورکړي.

هغې ډلې دا خبره د اپرېل پر نهمه پر داسې مهال کړې ده چې مصر او قطر په قاهره کې د خبرو پر مهال د فلسطین اسلامي غورځنګ ته د اسراییلو هغه وړاندیز سپارلی دی چې موخه یې په غزه کې له شاوخوا اووه میاشتو راهیسې له روانې ویجاړوونکې جګړې څخه د وتلو لاره پیدا کول دي.

اسماعیل هنیه ویلي دي چې اپرېل ۱۰مې برید به په قاهره کې د اوربند په اړه پر روانو خبرو اغېز و نه لري.

حماس ډلې د اوربند په اړه د وروستي وړاندیز په اړه د اپرېل نهمې په بیان کې ویلي دي چې داسې موافقه غواړي چې په پایله کې یې اسراییلي ځواکونه له غزې وځي، اسراییل پوځي عملیات پای ته ورسوي او بې کوره خلکو ته خپلو سیمو ته د ستنېدو اجازه ورکړي.

اخوا د اسراییلو هدف د اکتوبر پر اوومه د حماس د برید پر مهال یرغمل شوي کسان سمدستي خوشې کول دي.

اسراییل داراز وايې چې له ۲۰۰۷ز کال راهیسې پر غزې تړانګې د واکمنې حماس ډلې تر ختمولو پورې جګړې ته دوام ورکوي.

په قاهره کې په خبرو کې د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي ای اې) مشر وېلییم برنز هم برخه اخیستې وه. خو په هغو مذاکراتو کې لا د جګړې درولو په لړ کې پرمختګ نه دی شوی.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ او شاوخوا ۱،۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل.

تر اوسه یوشمېر یرغمل شوي د یو جوړ جاړي له لارې خوشې کړل شوي دي. اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په عین حال کې په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۳،۰۰۰ اوښتی دی چې ډېری يې ښځې او ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG