د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان بشري حقونو کمېشن: له پاکستانه د افغانانو ایستل د هغوی ژوند ته خطر پېښوي


په اسلام اباد کې له نړيوالو د خونديتوب لپاره د افغانانو مظاهره - انځور د ۲۰۲۲ کل د مې مياشتې دی.
په اسلام اباد کې له نړيوالو د خونديتوب لپاره د افغانانو مظاهره - انځور د ۲۰۲۲ کل د مې مياشتې دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن چې له هېواده بهر فعالیت کوي، له پاکستانه غوښتي چې د افغانانو د نیولو لړۍ دې ودروي.

کمېشن د جون پر ۱۱مه په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې له کره سرچینو یې معلومات ترلاسه کړي چې پاکستانیو پولیسو د افغانانو د نیولو او افغانستان ته یې د ستنولو بهیر پراخ کړی دی. کمېشن دا یو "دردوونکی عمل" بللی دی او ویلي یې دي چې د پاکستان له دې اقدام سره د "یوشمېر افغانانو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخېدای" شي.

کمېشن دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم پاکستان او نورو هېوادونو ته د افغانانو د ورتګ بهیر هم تېز شو. هغه مهال ګڼ داسې افغانان هم پاکستان ته ولاړل چې د طالبانو له حکومته یې وېره احساسوله او خپل ځان یې په هېواد کې خوندي نه باله.

په وروستیو کې په نیول شویو کې زیاتره هغه افغانان دي چې په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو تر بيا واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي دي. په دوی کې ځيني يې خبریالان او د بشري حقونو فعالين دي چې نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په موخه په پاکستان کې شپې ورځې تېروي. په افغانستان کې دننه د دوی ژوند ځکه ګراني شوي چې هلته طالبانو پر رسنيوو، مدني فعاليت، د ښځو پر کار او د نجونو پر تعليم بندیزونه لګولي دي.

تېره اونۍ له اسلام اباده داسې راپورونه ورکړل شول چې پولیسو ګڼ افغانان نيولي دي. پر دې سربېره، په سیند صوبه کې، د افغانانو د نيولو لړۍ د ۲۰۲۲ز کال له جولای مياشتې راهيسې روانه ده. همداراز په پېښور، ينډۍ او نورو سیمو کې هم افغانان نیول کېږي. د پاکستان حکومت دريځ لري چې یوازې هغه بهرنیان ګرفتاروي چې قانوني اسناد نه لري.

یوه اوونۍ مخکې په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت کونسل جنرل سید عبدالجبار تخاري هم د پاکستان له حکومته وغوښتل چې په هغه هېواد کې دې د افغانانو نیول او زنداني کول ودروي. هغه زیاته کړې وه چې د جون پر شپږمه یې د سیند له زندانونو څخه یې د یوې ښځې او ۷ ماشومانو په ګډون ۲۵ افغانان د چمن له لارې افغانستان ته لېږدولي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي د ۲۰۲۲ز کال له جولای مياشتې راهيسې شاوخوا ۲۴۰۰ افغانان د سيند له زندانونو څخه تر خوشې کولو وروسته افغانستان ته لېږدول شوي دي.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز کال راهیسې مېشت دي. پر دې سربېره په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله ګڼ خلک هغه ګاونډي هېواد ته کډه شوي دي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې د طالبانو تر حکومت نيولو وروسته، پاکستان ته د افغانانو کډه کېدل نور زیات شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن ايچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG