د لاسرسي ځای

تازه خبر

کیرن ډېکر: د بشري حقونو مدافعین زما اتلان دي


د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېیره (ناظم الاموره) کیرن ډېکرد یوې غونډې پر مهال ـ انځور له ارشيفه
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېیره (ناظم الاموره) کیرن ډېکرد یوې غونډې پر مهال ـ انځور له ارشيفه

د افغانستان لپاره د امریکايي سفارت شارژدافېیره (ناظم الاموره) وايي چې د "بشري حقونو مدافعين" یې "اتلان" دي.

کیرن ډېکر د بشري حقونو په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د کلني راپور په حواله د اپرېل پر ۲۵مه پر اېکس پاڼه ليکلي چې هغوی به هېڅکله په افغانستان کې "د بدلون له ملاتړه لاس په سر نه شي."

نوموړې ویلي چې د ۲۰۲۳ز کال د بشري حقونو راپور "د افغان ښځو پر وړاندې محدودیتونه، د ازادو رسنیو له مينځه وړل، پر سوله ییزو اعتراضونو بریدونه او پر مذهبي کړنو محدودیتونه په ګوته کوي. هره ورځ موږ د دې محدودیتونو" پر وړاندې "خپل مخالفت څرګندوو."

ډېکر زياته کړې چې غواړي چې افغان ولس پر دې پوه شي چې "یوازې نه دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۲مه د بشري حقونو په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي ول چې په ۲۰۲۳ز کال کې په افغانستان کې بشري حقونه په پراخ کچ تر پښو لاندې شوي دي.

په راپور کې زياته شوې وه چې د طالبانو حکومت د خپلې واکمنۍ په دوام د افغانانو خپلسرو نيولو، شکنجو، ځورونو، تښتولو، وژنو او ان جبري کډوالۍ ته دوام ورکړی دی.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د هغه راپور په غبرګون کې ادعا کړې وه چې په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

XS
SM
MD
LG