د نیو زیلینډ د کرکټ ملي لوبډلې په څلورمه ۲۰ اووره سیالۍ کې پاکستان ته په څلورو منډو ماتې ورکړه.
د اپرېل پر ۲۶مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې لومړۍ توپوهنه (بیټېنګ) نيو زيلينډ وکړه او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د اووه لوبغاړو په زيان ۱۷۸ منډې وکړې.
د نيو زيلينډ په لوبډله کې ټېم رابېنسن ۵۱ منډې وکړې. بل خوا د پاکستان توپ اچوونکي عباس اپرېدي درې لوبغاړي وسوځول.
په ځواب کې پاکستانۍ لوبډلې په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په زیان ۱۷۴ منډې وکړې.
د پاکستان فخر زمان ۶۱ منډې وکړې. اخوا د نيو زيلينډ وېليیم اورورک د پاکستان درې او بېن سيېرز دوه لوبغاړي وسوځول.
تر دې وړاندې د پینځو ۲۰ اووره سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه پاکستان او درېيمه یې نيو زيلينډ ګټلې وه، خو د اپرېل پر ۱۸مه لومړۍ سیالي د باران له امله بې نتیجې پای ته رسېدلې وه.
ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ وروستۍ سيالي د اپرېل پر ۲۷مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وشي.