د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او نیو زیلینډ لوبډلې نن څلورمه ۲۰ اووره سیالي کوي


د نیو زیلینډ توپوهونکی مارک چمپېن د اپرېل پر ۲۱مه د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د پاکستان خلاف توپوهنه کوي.
د نیو زیلینډ توپوهونکی مارک چمپېن د اپرېل پر ۲۱مه د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د پاکستان خلاف توپوهنه کوي.

د پاکستان او نيو زيلينډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په څلورمه ۲۰ اووره سيالي کې يو بل ته مخامخېږي.

د لاهور په قذافي لوبغالي کې د اپرېل ۲۵مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه نيمو او د کابل پر اووه بجې پیلېږي.

د دواړو لوبډلو ترمينځ د اپرېل پر ۱۸مه لومړۍ سيالي د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو پیلېږي.

تر دې وړاندې د اپرېل پر ۲۱مه شوې سيالۍ کې نيو زيلينډ پاکستان ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه.

تر هغه وړاندې د لوبلړۍ دویمه لوبه پاکستان په اووه وېکټو ګټلې وه، خو د اپرېل پر ۱۸مه د دواړو هېوادونو ترمينځ د پينځو ۲۰ اووره لوبو لومړي سيالي د باران له امله بې نتيجې پای ته رسېدلې وه.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو تر مينځ به وروستۍ سيالي د اپرېل پر ۲۷مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG