د لاسرسي ځای

تازه خبر

جوبایډن: امریکا به د ایران په وړاندې د اسراییل په هيڅ ځوابي برید کې برخه وانخلي


د امریکا ولسمشر جوبایډن او د اسرايلي وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو. (انځور: ارشیف)
د امریکا ولسمشر جوبایډن او د اسرايلي وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو. (انځور: ارشیف)

د امریکا ولسمشر جوبایډن اسرايلي وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو ته خبرداری ورکړی دی چې امریکا به د ایران په وړاندې د اسراییل په هيڅ ځوابي برید کې برخه وانخلي.

د چارواکو په وینا د اسراییلو په خاوره کې د ايران لخوا د پیلوټه الوتکو او توغندیو له ډله ییز بریده وروسته پر ايران ځوابي برید هم د نېتنیاهو د جنګي کابینې يو ممکنه انتخاب دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران له خوا پر اسراییلو د برید په غبرګون کې د اپریل پر ۱۴مه رابلل شوې د امنيت شورا غونډې ته د ملګرو ملتونو عمومي‌ منشي انتونیو ګوتېرېش وویل چې دا مهال منځنی ختيځ له نازک حالت سره مخامخ دی.

په عین حال کې د اووه لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو د ټولنې (جي - ۷) مشرانو هم د اپرېل پر ۱۴مه پر اسراییلو د ایران د ډرونونو او توغندیو تر حملې وروسته په منځني ختیځ کې پر وضعیت خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون ډېریو هېوادونو پر اسراییلو د ایران پراخه او بېساری برید غندلی دی او پاکستان ویلي دي چې په منځني ختیځ کې روان وضعیت اندېښمن کړی دی.

دا تر هغې وروسته ده ایران د اپرېل پر ۱۳مه ناوخته پر اسراييلو په پراخه کچه د بې پيلوټه الوتکو او توغنديو بې ساري بريدونه کړي دي.

هغه توغندي د اپرېل پر ۱۴مه سهار دوه بجې د اسراييلو هوايي حريم ته داخل شول خو د هغه هېواد هوايي دفاعي نظام يې مخه ونيوله.

د برید پر مهال د بیت المقدس په اسمان کې لویې چاودنې وشوې او د رڼا څراغونه لیدل کېدل.

اسراییلیو چارواکو يوې پوځي اډې ته د لږ زیان رسېدو او د يوې اووه کلنې ماشومې د شدید زخمي کېدو راپور ورکړی دی.

اسراییلو ویلي دي چې د ایران حمله یې ناکامه کړې ده خو ایران وايي چې بریدونه یې بریالي ول.

اسراییلو ویلي دي چې ایران له ۲۰۰ څخه د زیاتو بې پیلوټه الوتکو او توغندو، چې پکې څه باندې ۱۰ کروز میزایلونه هم شامل ول، حمله کړې ده.

تر حملې لږ ساعت وروسته د اسراییلي وزیراعظم دفتر پر اېکس پاڼه په بیان کې وویل چې بنیامین نتنیاهو "په تل ابیب کې له جنګي کابینې سره" غونډه کړې ده.

د وزیراعظم دفتر وروسته په بل بیان کې وویل چې نتنیاهو د "امنیتي کابینې او جنګي کابینې" تر غونډې وروسته له امریکايي ولسمشر جو بایډن سره ټېلېفوني خبرې وکړې.

په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو سفیر ګېلاد اېردان پر اېکس په بیان کې د ایران حمله، "نړیوالې سولې او امنیت ته جدي ګواښ" بللی دی.

د ایران پوځ دعوه کړې ده چې په بریدونو کې یې "ټول اهدف ترلاسه کړي دي" او په بریا یې سرته رسولي دي.

د ایران د پوځ مشر برید جنرال محمد باقري پر دولتي ټېلېوېژن په وینا کې اسراییلو ته خبرداری ورکړی دی چې ځواب دې نه ورکوي که نه نو د تهران "غبرګون به د نننۍ شپې له پوځي اقدام خورا لوی وي."

ده دا هم وویل چې که واشنګټن په هر ډول ځواب کې د اسراییلو مرسته وکړه نو امریکايي ګټې به په نخښه کړي.

باقري البته زیاته کړه چې "عملیات یې پای ته رسېدلي" او تهران "یې د جاري ساتلو هېڅ نیت نه لري."

ايران دا بريدونه تر هغې څو ساعتونه وروسته کړي چې د هرمز په تنګي کې يې له اسراییلو سره تړلې يوه کښتۍ ونیوله.

د تهران دې اقداماتو په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې وېره پیدا کړې ده.

امریکایي او برېتانویو رسنیو راپور ورکړی چې هغو هېوادونو د اسراییلو پر لوري روانې ځینې بې پیلوټه الوتکې او توغندي د عراق او شام په سرحدي سیمه کې وويشتل.

ایران پر اسراییلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو حمله کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:33 0:00

د اسراييلو د پوځ ویاند دانيیل هاګاري د اپرېل پر ۱۴مه سهار وختي وویل، "د ايران حمله ناکامه شوې ده."

هغه ویلي چې د "۹۹ فیصده" توغنديو او بې پیلوټه الوتکو مخه يې نيولې ده چې دا یې "ډېره مهمه ستراتیژیکه بریا ده."

نوموړي داراز ویلي دي چې امریکا او فرانسې یې د بریدونو پر وړاندې په دفاع کې د اسراییلو مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر لومړۍ نېټه د شام (سوریې) په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرايیلو په مبیینه هوايي برید کې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو د قدس ځواک د یو قومندان جنرل محمد رضا زاهدي په ګډون اووه لوړپوړي چارواکي ووژل شول.

ایران تر هغې وروسته د غچ اخیستو ګواښ وکړ خو اسراییلو د برید په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې وه.

دا برید په داسې حال کې شوی دی چې د غزې په تړانګه کې د جګړې د دوام او په شام کې د برید په اړه د ایران او لویدیځ ترمینځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG