د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراييلو پر مرکزي غزه درنه بمباري کړې ده


د غزې یو پخوانی عکس
د غزې یو پخوانی عکس

اسراييلو پر داسې وخت پر غزې بمباري کړې ده چې د ايران لخوا د بريد ګواښ دغه سيمه له وېرې سره مخامخ کړې ده.

د غزې اوسېدونکو ويلي دي چې اسراييلو د اپرېل پر ۱۲مه پر مرکزي غزه درنه بمباري کړې ده.

په عين حال کې ايران په شام کې د شوې حملې د غچ اخيستنې ګواښونه کړي دي. ايرانيو چارواکو ويلي دي چې د اپرېل پر لومړۍ نېټه په شام کې د اسرايیلو په هوايي برید کې د ایران دوه جرنېلان وژل شوي ول.

اسراییل د دې پیښې په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده. په داسې حال کې چې د اوربند او د يرغماليانو د خوشې کولو خبرې غځېدلي دي، وېره ده چې کېدای شي ژر ايران پر اسراييل بريد وکړي.

دې وېرې امريکا هم مجبوره کړه چې د ممکنه حملې د مخنيوي لپاره سيمې ته د مرستو لېږلو اعلان وکړي.

په غزې تړانګه کې چارواکو د سيمې پر مرکزي برخه د نويو لسګونه هوايي بريدونو راپور ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG