د لاسرسي ځای

تازه خبر

قدرت الله مروت: له پاکستانه د اسناد لرونکو افغانانو د ایستلو خبرونه ناسم دي


د ملګرو ملتونو اداره وایي پاکستان په وروستیو کې سلګونه زره افغانان په زور ایستلي دي ـ انځور له ارشیفه
د ملګرو ملتونو اداره وایي پاکستان په وروستیو کې سلګونه زره افغانان په زور ایستلي دي ـ انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا په کواټ کې د افغان کډوالو چارو په اړه حکومتي منتظم هغه خبرونه ناسم بللي دي چې ګواکې د مهاجرت او افغان وګړیتوب کارډونه لرونکي له پاکستانه ایستل کېږي.

قدرت الله مروت د مارچ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان حکومت لا په دې اړه پرېکړه نه ده کړې او پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي خبرونه ناسم دي.

هغه وویل "تر اوسه پورې زموږ سره [حکومت] داسې پالیسي نه ده شریکه کړې چې پکې دا ویل شوي وي چې [افغان سېټیزن یا د افغان وګړيتوب کارډ یا د مهاجرت یا پي او ار کارډ لرونکي] به له پاکستانه ځي. په راتلونکې کې چې حکومت څه پرېکړه وکړه، موږ به یې په مطابق کاروايي کوي. فی الحال څه داسې خبره نه شته. [افغان کډوالو] چې پخوا څنګه ژوند کاوه، هغسې دې یې جاري ساتي."

مروت دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د پاکستان يوشمېر رسنيو د مارچ پر ۱۸مه د پاکستانيو چارواکو له خولې خبر ورکړ چې د اپرېل له ۱۵مې به له پنجابه د افغان سېټيزن کارډ لرونکو کډوالو د ایستلو بهير پيلوي.

تر دې خبر وروسته په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو او صنعتکارانو غوښتنه کړې ده چې د پاکستان او افغانستان ترمينځ د امنیتي او سیاسي مسلو پر سر دې کډوال نه ځورول کېږي او نه دې هم پر تجارت محدوديتونه لګول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په پنجاب کې افغان وګړيتوب کارډ لرونکو کډوالو مشال راډيو ته ويلي چې هغوی ته د چارواکو له خولې ويل شوي چې د اپرېل له ۱۵مې به د هغوی ستنولو بهير پيلوي.

تر اوسه د پاکستان مرکزي حکومت په دې اړه د نوې تګلارې اعلان نه دی کړی.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د ارقامو له مخې، دا مهال په پاکستان کې ۱۴ لاکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي. دوی د پاکستان حکومت د اوسېدو لپاره ځانګړي کارډونه ورکړي دي او د روان کال د مارچ تر ۳۱مې یې د کډوالۍ کارډ لرونکو افغانانو د اوسېدو موده غځولې ده.

د دې ترڅنګ په هغه هېواد کې داسې کډوال هم ژوند کوي چې د استوګنې هغه کارډونه نه لري.

د پاکستان نګران حکومت د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خوښه د وتلو ویلي ول. د تېر کال د نومبر له لومړۍ راهیسې د افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی چې لا هم دوام لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ترمخه د تېر ۲۰۲۳ کال په وروستيو مياشتو کې شاوخوا ۵ لاکه افغانان له پاکستانه په جبري ډول خپل هېواد ته استول شوي دي.

پر ټولنیزو رسنیو له پاکستانه د اسناد لرونکو افغانانو د ایستلو په اړه خبرونو وروسته له هغې زور ونیو چې پاکستان د مارچ پر ۱۸مه په افغانستان کې پر ځینو ځایونو بمباري وکړه.

تر دې وروسته د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان او طالبانو د سرتېرو ترمینځ نښتې وشوې.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل.

پاکستان ته د کډوالو وروستۍ څپه تر هغې وروسته ورغله چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې طالبان پر افغانستان واکمن شول.

XS
SM
MD
LG