د لاسرسي ځای

تازه خبر

ساحل اداره: پاکستان کې ۲۰۲۳ز کال کې تر ۴،۰۰۰ زيات ماشومان ځورول شوي دي


راپور وايي د ماشومانو د ځورونې زیاتې پېښې په پنجاب کې رپورټ شوې دي: انځور له ارشیفه
راپور وايي د ماشومانو د ځورونې زیاتې پېښې په پنجاب کې رپورټ شوې دي: انځور له ارشیفه

په پاکستان کې د ماشومانود حقونو د خوندیتوب لپاره کار کونکې اداره ساحل وايي په ۲۰۲۳ز کال کې د ماشومانو د ځورونې زرګونه پېښې ثبت شوې دي.

یادې ادارې دا څرګندونې د ۲۰۲۳ز کال په راپور کې کړې دي. دا راپور «د ۲۰۲۳ز کال ظالمانه شمېرې» نومېږي چې پکې ویل شوي چې په پاکستان کې په تېرکال کې د ماشومانو سره د جنسي تیري، تښتونې، لادرکۍ او په ماشوموالي کې واده کولو په ګډون د زورزیاتي ۴۲۱۳ پیښې رامنځ ته شوي دي.

ساحل دا راپور د ۸۱ ورځپاڼو د راپورونو او له پولیسو څخه د اخیستو معلوماتو په اساس ترتیب کړی دی او شمیرې یې ښايي چې په پاکستان کې هره ورځ لږ تر لږه ۱۱ ماشومان ځورول کیږي. د راپور لپاره د پاکستان د بشري حقونو ملي کمیسیون د ادارې سره مرسته کړی ده.


دا راپور د فبرورۍ په ۲۹مه خپور شوی چې د جنسي تیري په ګډون د ماشومانو سره د زور زیاتي بیلا بیل قسمونه په ډاګه کوي. راپور وايي، په ځپل شویو کې ۵۳ فیصده جینکۍ او ۴۷ فیصده هلکان دي. د راپور تر مخه دا هغه ماشومان دي چې عمرونه یې له ۵ تر ۱۶ کلونو دي.

په دې اړه د مارچ په لومړۍ نېټه مشال راډیو سره په خبرو کې د ماشومانو د حقونو یو مدافع ارشد محمود وویل چې دا یوازې هغه شمیرې دي چې یا خو په میډیا کې راپور شوي او یا د پولیسو د راپورونو پر اساس راټولې کړل شوي دي. د نوموړي په وینا په دې کې هغه شمیرې نه دي شامل چې خلک ورباندي خاموشه پاتې شوي او په میډیا کې نه دي راغلي.

ارشد محمود زیاته کړه، تر ټولو لویه ستونزه داده چې څوک د دې خبرې منلو ته تیار نه دی چې ګینې په ټولنه کې پر ماشومانو زور زیاتی کېږي.

دا راپور وايي، په یادو ۴۲۱۳ پېښو کې ۷۵ سلنه په پنجاب، ۱۳ سلنه په سېند، اووه سلنه په اسلام اباد، درې سلنه په خیبر پښتونخوا او دوه سلنه په بلوچستان، کشمیر او ګلګت بلتستان کې مخې ته راغلي دي.

راپور وايي چې د ماشومانو نه په ناوړه ګټه اخستونکیو کې اکثر د هغوی نږدې خلک او خپل خپلوان شامل وي. په دغه اړه په پیښور کې د ماشومانو د حقونو یو فعاله نادیه خان وايي چې د مور او پلار دا ذمه واري جوړیږي چې خپلو ماشومانو له ډاډ ورکړي چې هغوی ورسره د ورځني ژوند په چارو خبرې کولی شي. نوموړې وايي چې په کورنۍ کې اکثر مور او پلار ماشومان دومره و وېروي چې که له هغوی سره هر څومره زور زیاتی هم کیږي نو هغوی یې نه ښکاره کوي او داسې دا لړۍ نوره هم ورپسې غځېږي.

د ماشومانو د حقونو لپاره د کار کوونکې ادارې ساحل دا راپور وايي، د تېر کال په څه باندې ۴۰۰۰ قضیو کې له دوه زره زیات د جنسي ځورونې دي او په ۶۱ فیصده داسې قضیو کې له جنسي تېري وروسته ماشومان وژل شوي هم دي. په دې کې له ۱۸۰۰ زیاتې پېښې د تښتونې هم دي. راپور وايي په دغو قضیو کې ۳۳۰ د ماشومانو د ورکېدو او ۲۹ نور د کمعمرۍ د ودونو هم دي.


په دغه اړه د حقونو یو بل مدافع او په خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو د تحفظ د کمېشن یو غړي عمران ټکر وویل چې د کال ۲۰۲۲م او ۲۰۲۳ م په شمیرو کې ډېر فرق نشته خو ښه خبره دا ده چې د تیرو دوو کلونو راهیسې په راپور کې د هلکانو تر څنګ د جینکو سره د زورزیاتي د پیښو راپور هم ورکړل شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې د خیبر پښتونخوا نه دا رقم پیښې کمې راپور شوي دي او دا ښايي چې په لرې پرتو کلیوالو سیمو کې دا پیښې نه خو په میډیا کې راغلي او نه یې د پولیسو سره رپورټ درج شوی دی.

د ماشومانو د حقونو د چارو پوهان وايي چې د ماشومانو د حقونو په اړه د ناپوهۍ، د ابادۍ د زیاتېدو او ځینو کلتوري او ټولنیزو محدودیتونو له کبله د ماشومانو سره د زورزیاتي پیښې زیاتې شوي دي.

په کال ۲۰۱۸ م کې د پنجاب په قصور کې د زینب په نامه یوه شپږ کلنه جینۍ وتښتول شوه، جنسي تیری ورسره وشو او بیا ووژل شوه. د پاکستان وفاقي حکومت له هغې پیښې وروسته په کال ۲۰۲۰ م کې د ماشومانو د حفاظت لپاره یو ایکټ هم منظور کړی وو. هغه ایکټ زینب الرټ رسپانس اینډ ریکوري نومېده. په تعقیب یې د پاکستان د بشري حقونو په وزارت کې د زینب الرټ رسپانس اینډ ریکوري ایجنسي جوړه کړل شوې وه.

د هغې ادارې مشر جهانزیب خان وايي چې حکومت د قوانینو په ګډون په هره صوبه کې ادارې هم جوړی کړي دي خو دا ستونزه ډیره پیچلې ده او هوارول یې یوازی د حکومت د وس خبره نه ده.

د یادونې وړ ده چې پاکستان په کال ۱۹۹۰ کې د ماشومانو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو کنوینسیون لاس لیک کړی او ژمن دی چې د کنوينسیون احکام عملي کړي او له هرو پنځو کلونو وروسته په جنیوا کې د ماشومانو د حقونو لپاره د ملګرو ملتونو کمیټې ته د پرمختګ راپور وړاندې کړي.

د ماشومانو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو کمېټۍ د پاکستان په اړه پینځم راپور ته په کتو سره په ماشومانو د تشدد او د هغوی د استحصال د مخ نیوي لپاره له پاکستانه د قانون سازۍ غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG