د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارسده: پر ماشوم د جنسي تېري په تور يو کس نيول شوی


له ماشومانو سره د جنسي تېري پرضد په لاهور کې مظاهره. عکس له ارشېفه
له ماشومانو سره د جنسي تېري پرضد په لاهور کې مظاهره. عکس له ارشېفه

د خيبر پښتونخوا چارسدې پوليس وايي، په اووه کلن ماشوم د شوي جنسي تېري په توريو مشکوکه کس نيول شوی دی.

د چارسدې تنګي تاڼې ایس ایچ او مسعود خان د اګست په ۲۵ مه مشال رېډیو ته وویل چې په دې پېښې کې پر دوو کسانو تور پورې شوی چې پکې يو نيول شوی او د دويېم د نيولو لپاره هلې ځلې روانې دي.

نوموړي زياته کړه چې د ځورول شوي ماشوم پلار د اګست پر ۲۴ نېټه ورسره رپورټ درج کړی چې پکې ويل شوي چې زوی يې دوکان ته استولی وو چې دوو کسانو هديرې ته بوتلی او هلته يې ورسره جنسي تيری کړی دی.

طبي معاينې ښوولې چې له ماشوم سره جنسي تېری شوی دی.
مسعود خان

په اېف ای ار کې د دغو دواړو مشکوکو کسانو نومونه ليکل شوي دي.

پوليس چارواکي وويل چې طبي معاينې ښوولې چې له ماشوم سره جنسي تېری شوی دی. په پاکستان کې له ماشومانو سره د جنسي تيرې پېښې له تېرو څو کلونو راهيسې زياتې رپورټ شوې دي.

مدني فعالانو په دې اړه احتجاجونه کړي دي او حکومت هم دې ستونزې ته په پام سره قانون سازي کړې ده خو د ماشومانو د حقوتو ځينې فعالان وايي چې د قانون نور سختولو ته اړتيا ده او د دوی په خبره، بل بايد مېندې او پلرونه د خپلو ماشومانو د خونديتوب لپاره ځانګړي ګامونه واخلي.

د ماشومانو د حقونو فعال ارشد محمود د اګست پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې بايد مور او پلار پر خپلو ماشومانو نظر وساتي او که يې سکول، مدرسې او بل ځای ته لېږي نو پکار ده ورسره پخپله ولاړ شي.

هغه زياته کړه،

"په کور کې هم پر ماشومانو پام وشي ځکه چې تحقیق ثابته کړې ده چې په ماشومانو جنسي تیری کوونکي د دوی په شاوخوا اوپیژندګلو وي نو باید په هر حالت کې ماشومان له داسې پېښو وساتو."

د پنجاب په قصور ښار کې خلکو د جنسي تېرې ښکار شوې ماشومې جنازې اخیستې. عکس له ارشېفه
د پنجاب په قصور ښار کې خلکو د جنسي تېرې ښکار شوې ماشومې جنازې اخیستې. عکس له ارشېفه

نوموړي زياته کړه، باید خلک د خپلوانو له لورې د ماشومانو د جنسي تيرې په اړه سترګې پټې نکړې او نه هم د دې له حقيقته انکار وکړي.

دده په خبره، خلک فکر کوي چې دا اسلامي ټولنه ده نو خلک او خپلوان په ماشومانو جنسي تېری نشي کولای خو د ده په وينا داسې نه ده بلکې داسې کارونه کېږي، خلک باید راوېښ شي او خپل ماشومان خوندي کړي.

ارشد محمود پر حکومت هم غږ کوي چې په دې اړه دې مېندې او پلرونو ته پوهاوی ورکړي او په دې اړه کمپاين پيل کړي.

د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی وايي چې حکومت دا مسله ډیره جدي اخیستې ده او هڅه کوي چې قانون نور هم سخت کړي. دی وايي د دې ترڅنګ په ټولنه کې د اګاهۍ لپاره هم حکومتي هلې ځلې روانې دي.

په ماشومانو د جنسي تیري د پېښو مخنیوي لپاره حکومت د پمفلېټونو، جوماتونو، دیني عالمانو، میډیا او له نورو لارو کمپاینونه کوي.
شوکت يوسفزی

"په ماشومانو د جنسي تیري پېښو مخنیوي لپاره حکومت د پمفلېټونو، جوماتونو، دیني عالمانو، میډیا او له نورو لارو کمپاینونه کوي چې په خلکو کې پوهاوی پېدا کړي. حکومت غواړي چې مور پلار خپل بچي يوازې بهر ی تلو ته نه پریږدي."

هغه زياته کړه،میندې او پلرونه باید په کورونو کې خپلو بچیانو ته ووايي چې که څوک یې چیرته بوتلل غواړي او یا نور څه ورته وايي نو چې هغو ته انکار وکړي او د نورو خلکو خبرولو لپاره دې چغه یا شور جوړ کړي نو دا راز به دده په خبره ماشومان له بدو پېښو خوندي شي.

په خیبرپښتونخوا کې په ماشومانو د جنسي تیري دا په روانه اګست میاشت کې دریمه پېښه ده، نورې دوه پېښې په نوښار ضلع کې شوې چې په یوه کې یې له جنسي تېري وروسته ماشومه وژل شوې هم وه. تر دې مخکې د روان کال د فبرورۍ پر اتمه هم په نوښار کې پر نهه کلن ماشوم جنسي تېری شوی وو.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG