د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د ماشوم ژغورنې لپاره څه کوي؟


پراګ - د خیبر پښتونخوا د نوښار پوليس وايي چې د مې پر ۱۵مه د یادې ضلعې په مصری بانډه سیمه کې پر یو بل ماشوم جنسې تیری شوی دی.

دا په نوښار کې په تیره اونۍ کې پر ماشومانو د جنسي‌ تېري دویمه پېښه ده.

د نوښار د پوليسو د پلټنو د ادارې ايس ایس پي نور جمال په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې ، “د ضیا السلام په نامه یو کس ويلي دي چې د هغه زوي نژدې د ویښتو سمولو یو دکان ته تللی وو هلته د کلبهار په نامه یو کس د هغه د زوي پر ناموس د تيري هڅه کړې.”

نور جمال زیاته کړه چې دغه کس تر ګرفتارۍ وړاندې ضمانت کړی دی او چې د ضمانت موده یې پوره شي نو عدالت ته به یې وړاندې کوي.

نوموړي وویل چې بله پیښه د خيشکو تاڼې پیښه ده په پکې يو کس ‌ذاکر ملوث وو او هغه تر نیول کېدو وروسته خپل جرم منلی هم دی.

د نور جمال په وینا، دا کس عدالت ته وړاندې کړل شوی او عدالت هغه جیل ته لېږلی دی.

د ماشومانو د حقونو لپاره کارکونکې غير حکومتي ادارې - ګروپ ډيولپمنټ - د خيبر پښتونخوا مشر عمران ټکر وايي‌ چې دا مهال ماشومان د نورو وختونو پرتله ډير غير محفوظه دي.

ده وویل ، “د مختلفو ادارو د رپورټونو له مخې په پاکستان کې هره ورځ له ۸ تر ۱۱ ماشومانو سره د جنسي تيریو پيښې کیږی.”

ده وویل چې په خيبر پښتونخوا کې به ۲۰۱۹م کال کې پر ماشومانو د جنسي تيریو ۱۸۰ پيښې ثبت شوې وې.

ده زیاته کړه چې په سکولونو ، جماعتونو ، حجرو ، لارو کوڅو غرض يو ځاي کې هم ماشومان محفوظه نه دي.

په خيبر پښتونخوا کې ماشومانو سره د جنسي تيریو د مخنيوي لپاره د صوبایي اسمبلۍ د سپیکر مشتاق غني په مشرۍ کې ځانګړې پارلیماني کميټۍ جوړه ده.

د دې کميټۍ غړی او د عوامی نيشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسین بابک وایي چې د یادې کميټۍ ګڼ شمیر غوڼدې شوې دي چې پکې يو شمیر قوانين هم منظور شوي دي.

ده وویل ، “ د دې کميتۍ په غونډو کې مو حکومت ته ګڼ شمیر تجويزونه ورکړي ، چې پکې په جنسي تيريو کې ککړو کسانو لپاره په سزاګانو کې زیاتوالی ، په صوبه کې د ماشومانو د خونديتوب د ادارو لپاره د فنډونو پوره کول ، د دې ترڅنګ د يو شمیر قوانينو په تیاري کې مو تجويزونه وړاندې کړي دي.”

خو د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکی مدني فعال امتياز احمد وايي چې د ماشومانو د خونديتوب په اړه قوانين په عملي توګه نه تر سترګو کيږي.

ده وویل ، “دا مهال په صوبه کې د ماشوم ژغورنې ۱۲ ادارې دي‌ او قوانين هم شته ، خو که په حقيقت کې وګورو نو دا هر څه په کاغذونو کې شته خو په عملی توګه نه تر سترګو کيږي.”

ده زیاته کړه چې کله په ۲۰۱۰م کې دا قانون منظور شو نو یونیسف او سيو دي چلډرن نړيوالو ادارو صوبایي حکومت سره مالي مرسته کوله چې په ضلعي کچه د چايلډ پروټيکشن يونټې فعالې شي ، خو په ۲۰۱۸م کال کې چې کله دې ادارو مالي مرسته بنده کړه نو اوس دا يونټې له مالی کمښت سره مخ دي.

خو د خيبر پښتونخوا د چايلډ پروټيکشن کميشن ډايريکټر جنرل محمد اعجاز وايي چې حکومت په دې لړ کې خپلې زمه وارۍ پوره کوي.

ده وویل ، “د نوښار تر پیښو مخکې په مانسهره کې چې کومه پیښه شوې وه په هغه کې ککړ کسان نيول شوي‌ دي ، د حکومت په کچه د ماشوم ژغورنې ادارې ، پوليسو، عدليې او تحقيقاتي ادارو یو بل سره مکمله رابطه ده او حکومت هڅه کوي چې د دا ډول پیښو مخنيوی وکړی.”

د پاکستان د بشری حقونو کميشن د ۲۰۲۰م کال د اپريل پر ۳۰مه په خپل يو رپورټ کې ویلي دي چې په ۲۰۱۹م کال کې په پاکستان کې ماشومانو سره د جنسي تيريو ۲۸۴۶پيښې ثبت شوې دي خو زیاتوي چې په حقيقت کې د دا ډول پیښو شمیره تر دې زیاته وي.

XS
SM
MD
LG