د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزه کې هوایي او ځمکنیو عملیاتو زور اخیستی


راپورونه وايي، اسراییلي ځواکونه په غزه کې د حماس ډلې پر ضد پراخ څمکني او هوايي بریدونه کوي.
راپورونه وايي، اسراییلي ځواکونه په غزه کې د حماس ډلې پر ضد پراخ څمکني او هوايي بریدونه کوي.

د اسراییلو د دفاع وزارت لخوا د اکتوبر پر ۲۷مه له دې اعلان وروسته چې ځواکونه یې په غزه کې ځمکني عملیات پیلوي، په یاده سیمه کې جګړې زور اخیستی دی.

راپورونه وايي، اسراییلي ځواکونه په غزه کې د حماس ډلې پر ضد پراخ څمکني او هوايي بریدونه کوي او له دې سره د پراخې مرګ‌ ژوبلې راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د اسراييلو دفاع وزير د اکتوبر پر ۲۷مه وويل چې ژر به په غزه کې د حماس ډلې د له منځه وړلو لپاره پراخ ځمکني عمليات پيل کړي. د دفاع وزير يوف ګالنټ څرګندونې د سختي احتمالي جګړې او د جنګ نوي پړاو ته اشاره کوي. نوموړي خبريالانو ته وويل چې د حماس د پراخو ټونلونو د پراخې شبکې له منځه وړل به ډېر وخت نيسي.

د اسراييلو دفاع وزيريوف ګالنټ د خپلو سرتېرو سره خبرې کوي: انځور اکتوبر ۱۹، کال ۲۰۲۳ز
د اسراييلو دفاع وزيريوف ګالنټ د خپلو سرتېرو سره خبرې کوي: انځور اکتوبر ۱۹، کال ۲۰۲۳ز

بل‌خوا په غزه کې مخابراتي خدمات بند شوي او له محاصره شويو خلکو سره ټیلفوني اړیکې پرې شوي دي.

اې پي اژانس لیکي، په غزه سیمه کې د اسراییلو لخوا د انټرنیټ او مخابراتو له شبکو بندولو سره نږدې دوه نیم مېلیونه خلک د اکتوبر د ۲۷مې نېټې له شپې راهیسې له یو بل او همدا رنګه له باندینۍ نړۍ سره له اړیکو نیولو پاتې شوې دي.

فلسطینۍ مخابراتي شبکه پالټېل چې خلکو ته د انټرنیټ او مخابراتو سهولت برابروي اې پي اژانس ته یې ویلي، د بمبارۍ له وجې د انټرنیټ او مخابراتو سهولت په بشپړ ډول له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوی دی.

اژانس لیکي، د انټرنیټ او مخابراتي خدمتونو د ځنډېدو له وجې دا معلومات ترلاسه کول ګران شوي چې د اسراییلو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو له وجې څومره مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده؟ البته د سټلایټ ټیلیفون له لارې محدود معلومات ترلاسه کیدای شي.

په همدې حال کې د سکاټلېنډ لومړي وزير حمزه یوسف په خپله ایکس‌ پاڼه لیکلي، د غزې د مخابراتو د پرې کېدو له امله یې په هغه ښار کې له خپلې محاصره شوې کورنۍ سره اړیکه قطع شوې ده.

د اسراییلو د پوځ ویاند ډېنیل هګاري تېر ماښام ناوخته وویل چې د هغوي ځمکني ځواکونه په پوره ځواکمنتیا سره خپل عملیات پراخوي تر څو خپلو اهدافو ته ورسېږي. اسراییل وايي، د هغوی بریدونه د حماس جنګیالي او د هغوی شبکه په نښه کوي او دا چې د دوی په وینا د حماس وسله وال د عامو خلکو له منځه جګړه کوي نو له وجې یې د ولسي خلکو ژوند هم په خطر کې اچوي.

په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو د پراخېدو له اعلان سره سم، حماس هم ویلي چې د دوی وسله‌ وال چمتو دي چې په بشپړ ځواک د اسراییلو له بریدونو سره مقابله وکړي.

اې پي اژانس لیکي، د حماس د رسنیو مرکز هم خبر ورکړی چې تېره شپه یې په ګڼو ځایونو کې د اسراییلیو ځواکونو سره درنه جګړه کړې ده چې پکې د غزې په مرکزي سیمه کې د بوریج کډوالو د کیمپ ختیځ لوري ته پرته سیمه هم شامله ده چې اسراییلو پرې حمله کړې وه.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۱۲۰ غړو په سمدستي توګه د بشري مرستو رسولو لپاره په غزه کې د اوربند په حق کې رایه ورکړې خو ۱۴ هېوادونو يې بيا په مخالفت کې رایه ورکړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو رسوونکو ادارو په ګډون، ډېرو هېوادونو ژر تر ژره د مرستو رسولو غوښتنه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG