د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې پخلی کړی چې د حماس پلاوی مسکو ته ورغلی دی


د روس د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا. (انځور: ارشیف)
د روس د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا. (انځور: ارشیف)

د روس د بهرنیو چارو وزارت پخلی کړی چې د حماس وسله والې ډلې یو پلاوی د غزې په تړانګه کې د وضعیت په اړه د خبرو لپاره مسکو ته تللی.

د روس د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د اکتوبر پر ۲۶مه په خبري غونډه کې وویل، "زه د دې پخلی کوم چې د فلسطیني غورځنګ استازي مسکو ته راغلي دي."

زاخاروا زیاته کړه چې د اکتوبر پر ۲۶مه د ایران د بهرنيو چارو مرستیال وزیر علي باغرکاني هم د مسکو په سفر دی.

د بهرنیو چارو وزارت وروسته په یو بیان کې وویل چې دوی په غزه کې د یرغمل شویو د خوشې کولو او د روسي وګړو په ګډون د بهرنیو د ایستلو په اړه د حماس له استازو سره خبرې وکړې.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت مسکو ته د حماس ډلې د پلاوي د دې سفر په اړه غوسه ناکه غبرګون ښودلی دی او د حماس پلاوي ته یې د روس د سفر بلنه "د افسوس وړ" بللې ده.

اسراییل ویلي چې "دا [ حماس] وسله واله ډله د اسلامي دولت يا داعش څخه هم بدتره ده."

بلخوا د روسیې سرکاري خبري اژانس آر اي اې نواستي د حماس وسله والې ډلې د بیان په حواله وايي چې "حماس د روس د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بهرنیو چارو د وزارت د هڅو ستاینه وکړه چې د "اسرایلو هغه جرمونه چې لویدیځ یې ملاتړ کوي" پای ته ورسوي."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG