د لاسرسي ځای

تازه خبر

حماس ۲ يرغمل کړې ښځې خوشې کړې دي


د اسرييليو ځواکونو او حماس ترمينځ جګړه کې غزې ته زيان رسېدلی دی. انځور له ارشيفه
د اسرييليو ځواکونو او حماس ترمينځ جګړه کې غزې ته زيان رسېدلی دی. انځور له ارشيفه

د اسراییلو او حماس ترمينځ د روانې جګړې پر وخت غزه سیمې ته د مرستو درېیم کاروان رسېدلی او حماس له برمته کړیو کسانو څخه دوې اسراییلۍ مېرمنې خوشې کړې دي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي چې د اکتوبر پر ۲۳مه، د بشري مرستو درېیم کاروان چې پکې اوبه، خواړه او درمل شامل دي تر محاصرې لاندې غزې تړانګې ته رسېدلي دي. خو ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په دغه مرسته کې تېل نه وو شامل او هغوی اندېښنه لري چې زېرمه شوي تېل به په لنډ وخت کې ختم شي.

غزې ته له مصر څخه د رفح پر لار د بشري مرستو دکاروانونو رسولو بهیر د اکتوبر پر ۲۱مه پیل شوی وو.

په همدې حال کې اسوشيېټېډ پرېس اژانس لیکلي چې حماس په غزه کې د برمته شويو کسانو له ډلې دوې اسراییلۍ مېرمنې خوشې کړې دي. د سره صلیب نړیوالې کمېټۍ د دغو دوو معمرو اسراییلیو مېرمنو خوشې کېدل تایید کړي او ویلې یې دي چې دا ګام د هغوی په سهولتکارۍ ممکن شوی دی.

په خوشې کړل شویو مېرمنو کې یوه ۸۵ او بله ۷۹ کاله عمر لري. هغوی دواړې اوس له غزې څخه د باندې خوندي ځای ته رسول شوې دی. د دواړو مېرمنو مېړونه هم د اکتوبر پر اوومه د حماس د برید پر مهال برمته نیول شوي ول، خو هغوی لا نه دي خوشې کړل شوي.

حماس وسله والې ډلې تر دې وړاندې یوه امریکایي مېرمن او د هغې لور خوشې کړې وې. حماس د اکتوبر پر اوومه، د اسرايلو په جنوب کې بې ساري بریدونه کړل. دوی له هغه ځایه ځيني اسرايلي اوبهرني وګړي یرغمل کړل. رسنيوو ويلي چې د يرغمل شويو کسانو شمېر ښايي ۲۲۰ دی.

بل پلو د اسراييلو پوځ ویلي چې د حماس ماتولو لپاره د ډېرو سختو بریدونو چمتووالی نيسي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما خبرداری ورکړی چې که د اسرایيلي پوځ تګلاره انساني زیان ته پام ونکړي نو دا به بیرته د اسرایيلو په تاوان تمام شي.

د فلسطین د روغتيا وزارت ویلي چې د اسرایيلو له خوا په تېرو دوو اونیو کې د شویو بریدونو له امله د وژل شویو فلسطينيانو شمېر تر ۵،۰۰۰ اوښتی دی.

د اسراييلو دا بریدونه د حماس ډلې د هغو بریدونو په غبرګون کې دي چې د اسراييلو په جنوبي سیمو کې یې تر ۱،۴۰۰ زیات کسان وژلي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG