د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییل وایي سرتېرو یې د غزې په مرکزي برخو کې هدفي بریدونه کړي


اسراییلي پوځ ویلي چې د غزې تړانکې په مرکزي سیمو کې یې ځمکنيو عسکرو د شپې مهال هدفي عملیات کړي دي.

دوی د اکتوبر په ۲۷مه په یو بیان کې وویل چې د عملیاتو په مهال یې د ځمکنیو سرتېرو سره د اسراییلو بې پیلوټه او جنګي الوتکو مرسته کوله.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییل پر غزې د ځمکنیو حملو تیاری نیسي.

په بیان کې راغلي چې د اسراییلو ځمکنیو سرتېرو پر غزه اضافي بریدونه کړي دي.

بلخوا په غزه کې د جنریټرو چلولو لپاره د تیلو کمی راغلی او د روغتونونو چارواکو ویلي، په هغو حالاتو کې نور مریضان نه شي اخیستلای. دوی زیاتوي د بجلۍ د نشتوالي له وجې په روغتونونو کې زیاتره ژوند ژغورونکي مشینان کار نه کوي.

دا راز هغه پناه ځایونه چې زرګونه خلک پکې په موقته توګه میشت دي، هم د بجلۍ د نشتوالي له وجې په تیارو کې دي او هلته خلک د خوراکي توکو له کمي سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو ځواکونو پر غزې تړانګې بمبارۍ ته دوام ورکړی دی او وايي د حماس مرکزونه په نښه کوي.

حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو د ګڼو توغندیو ناڅاپي برید وکړ او بیا یې وسلوال اسراییلو ته واوښتل چې تر هغې وروسته د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو وویل چې هېواد یې د "جنګ په حالت" کې دی.

د اکتوبر اوومې راوروسته په جګړه کې زرګونه خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG