د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې ده


د اکتوبر پر ۲۳مه د غزې په شمال کې د اسراییلو تر بمبارۍ وروسته لوګي پورته کېږي.
د اکتوبر پر ۲۳مه د غزې په شمال کې د اسراییلو تر بمبارۍ وروسته لوګي پورته کېږي.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرش په غزه کې د اسراییلو د بريدونو پر مهال له نړیوالو قوانینو څخه د سرغړونې تور پورې کړی او هلته يې د مرستو رسولو لپاره د سمدستي بشري اوربند غوښتنه کړې ده.

د اکتوبر پر ۲۴مه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه غونډه کې د وینا پر مهال ګوتېرش د رفح له لارې غزې ته د درېیو مرستندویه کاروانونو د تېرېدو هرکلی وکړ خو ویې ویل چې دا "د اړتیا په سمندر کې د مرستو یو څاڅکی" دی.

د امنیت شورا په غونډه کې د امريکا د بهرنیو چارو د وزیر اينتني بلېنکن په ګډون لوړ پوړي ډیپلوماټان ګډون کوي. بلېنکن مخکې د اوربند غوښتنه رد کړې وه او ویلي یې ول چې دا به یوازې حماس ته د بیا منظم کېدو لاره ورکړي.

تر دې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما خبرداری ورکړی چې که د اسرایيلي پوځ تګلاره انساني زیان ته پام ونکړي نو دا به بیرته د اسرایيلو په تاوان تمام شي.

د فلسطین د روغتيا وزارت ویلي چې د اسرایيلو له خوا په تېرو دوو اونیو کې د شویو بریدونو له امله د وژل شویو فلسطينيانو شمېر تر ۵۰۰۰ اوښتی دی.

د اسراييلو دا بریدونه د حماس ډلې د هغو بریدونو په غبرګون کې دي چې د اسراييلو په جنوبي سیمو کې یې تر ۱،۴۰۰ زیات کسان وژلي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG