د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو پاکستان د بشري حقونو فعالانو لپاره د خطرناکو هېوادونو په لیست کې اچولی


په جينيوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مرکزي دفتر - انځور له ارشیفه
په جينيوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مرکزي دفتر - انځور له ارشیفه

ملګرو ملتونو پاکستان د هغه ۴۰ ملکونو په لیست کې شامل کړی چې د بشري حقونو مدافعان او فعالان پکې تر ټولو د ډير خطر سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې په دغو هېوادونو کې ۲۲۰ کسان او ۲۵ سازمانونه د ملګرو ملتونو سره د بشري حقونو په خوندي کولو کې د مرستې کولو په وجه د خطر سره مخ دي. د راپور ترمخه، دغو کسانو او تنظيمونو ته د ریاستي‌او غير رياستي ادارو لخوا خطر پېښ دی.

دا راپور د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل په هغه غونډه کې وړاندې شوی چې د اکتوبر تر شپاړمې به په جنيوا کې دوام لري. په اسلام اباد کې د بشري حقونو فعالې او د قايد اعظم پوهنتون استادې ډاکټر فرزانه باري د ملګرو ملتونو د راپور په اړه مشال راډیو ته وويل چې دا خطر صرف د رياستي ادارو لخوا نه دی بلکې په پاکستاني ټولنه کې په قدم قدم د بشري حقونو سرغړونې په نظر راځي.

پاکستان دا وخت د بدترين قسم مارشلا سره مخ دی. ډير زيات د جبر ماحول دی
ډاکتر فرزانه باري

هغې زیاته کړه: "په کورونو کې د کارکونکو ماشومانو او ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي، مذهبي اقليتونه د خطر او ويرې سره مخ دي. پاکستان دا وخت د بدترين قسمې مارشلا سره مخ دی، ډير زيات د جبر ماحول دی. کوم خلک چې لږ غوندې هم د رياستي پاليسیو سره اختلاف لري يا تنقيد ورباندې کوي، هغه پورته کيږي او لادرکه کيږي."

د ملګرو ملتونو د رپورټ د ګټو په اړه د يو سوال په ځواب په اسلام اباد کې د بشري حقونو يوه بله فعاله ثمر من الله وایي د پاکستان په قوانینو کې د بشري حقونو ضمانت ورکړل شوی دی خو ستونزه داده چې هغه عملي شوي نه دي. "که موږ دا سوچ لرو چې زموږ په ملک کې هيڅ مسلې اوس نشته نو زما خيال دی چې دا به بالکل دروغ وي. تش دې رپورټ سره به دومره بدلون نه راځي موږ سره خپل چې کوم قوانين دي هغه هم په ټولو بشري حقونو رڼا اچوي خو ټولو کې غټه مسله دا ده چې دا په دی رپورټونو او قوانينو ولې عمل درامد نه کېږي"

په جينوا کې د ملګرو ملتونو د غونډې په وخت د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو يو لاريون هم وکړ. لاريون کونکو په پاکستان کې د بشري حقونو نه د سرغړونې په ضد نعرې ووهلې. دوی د جينوا لېک نه د بروکن چير پورې مارچ وکړو او د اقوام متحده نه يې غوښتنه وکړه چې په پاکستان کې د پښتنو حقونه خوندي کړي او د دوی خلاف د رياستي تشدد مخ نيوی وکړي.

په کراچۍ کې د غورځنګ یو مشر نور الله ترین وایي په پاکستان کې له انساني حقونو سرغړونه روانه دي چې پر ضد دوی وخت په وخت په پاکستان او له پاکستانه بهر احتجاجونه کړي دي.

هغه وویل: "تقريباً تر يو مياشت وخت وشو چې د يورپ په مختلفو ملکونو کې زمونږ د غورځنګ لاريونونه شوي وو. هغه هم په دې حواله شوي وو چې دلته په پاکستان کې د رياست او د رياستي ادارو لخوا د انساني حقوقو پامالي کيږي. دلته زموږ پر کارکنانو ظلم او زياتی روان دی. هلته په يورپ کې په مختلفو ښارونو کې لاريونونه شوي ول او د اقوام متحده د انساني حقوقو تنظيمونو سره رابطه شوې وه او درخواستونه ورکړل شوي ول."

خو د پاکستان د اطلاعاتو نګران وزير مرتضا سولنګي وايي د بشري حقونو ساتنه رياستي پاليسي ګڼي. نوموړي په اسلام اباد کې يوې غونډې ته د وينا په وخت وويل: "د پاکستان د جوړيدو بنياد هم له يو اکثريتي رياسته بچ کيدل وو. زموږ د رياست په بنيادونو کې د بشري حقونو ساتنه شامله ده. د دې رياست مقصد د مذهبي او ثقافتي اقليتونو د حقونو ساتنه يقيني کول دي. د رياست ټول زامن او لوڼه يو شان او برابر حقونه لري."

د ملګرو ملتونو په لیست کې پر پاکستان سربیره الجيريا، افغانستان، بحرين، بنګلا دېش، بيلا روس، کيمرون ، چين ، کولمبيا، کيوبا، کانګو، مصر، فرانس، ګوېتې مالا، هند، انډونیشيا، عران ، عراق، اسراييل ، سعودي عرب، ليبيا، مالديپ، مالي، ميکسيکو، ميانمار، نکاراګوا، فلپاين ، قطر، روس، جنوبي سوډان، تنزانيه، د عربو متحده ايالات، ازبکستان، ويت نام، وينزو ويلا، يمن او فلسطين هم شامل دي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG