د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په پوهنتونونو کې پر هولي د بندیز حکم بیرته واخېستل شو


په کراچۍ جینکۍ هولي لمانځي ـ پخوانی انځور.
په کراچۍ جینکۍ هولي لمانځي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د لوړو زده کړو کمېشن هغه لیک بېرته اخیستی دی چې پکې په قایداعظم پوهنتون کې د هندوانو د هولي جشن په لمانځنه د بندیز ویل شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې د کمېشن مشرې ډاکټرې ښایسته سهیل تر دې وړاندې په یوه لیک کې په پوهنتونونو کې د هولي په جشن د بندیز ویلي ول.

د جون پر ۲۲مه د قامي اسمبلۍ غونډې ته د تعلیم وزیر رانا تنویر حسین وویل چې د لوړو زده کړو کمېشن هغه لیک بېرته اخیستی چې له مخې یې د هولي پر لمانځنه بندیز لګول شوی وو. نوموړي زیاته کړه چې "ایچ ای سي (د لوړو زده کړو کمېشن) باید دا لیک نه وای لیکلی.

د پاکستان د لوړو زدو کړو د کمېشن په بیان کې وړاندې راغلي چې "په هیواد کې د ټولو مذهبونو، عقایدو او له هغو سره تړلو جشنونو ته خورا درناوی لري.''

په هولي د بندیز په اړه دکمېشن هغه اقدام د خبریالانو، سیاسي مشرانو او د حقونو د فعالانو لخوا په پراخه کچه غبرګونونه راپارولي ول او دا یې د بیان په ازادۍ او کلتوري رنګارنګۍ قدغن بللی وو.

هولي چې د رنګونو د جشن په نوم هم پیژندل کېږي، د هندوانو یو کلتوري رسم وي. د هولي ګډونوال د خوښۍ لمانځنې په پار پر یو بل رنګونه شیندي. د پاکستان په پوهنتونونو کې هندو زده کونکي هلکان او جینکۍ هر کال هغه رسم لمانځي چې سږ کال ورباندې د بندیز ویل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG