د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسی ګېس: نرخ یې څه دئ؟


ځینې شتمن اروپايي هېوادونه چې روسی ګېس په ټیټه بیه پېري، د روس پر وړاندې د نرم دریځ تور پرې لګېږي.

د اروپايي پېرېدونکو لپاره روسی ګېس په یوه نرخ نه دی. یوه راوتلې دېټا ښيي چې شتمن لویدېځ اروپايي هېوادونه د بې وزله منځنۍ او ختيځې اروپايي هېوادونه په پرتله له روسي دولتي شرکت ګازپروم څخه ګېس په ټیټ نرخ رانیسي. ولې پولېنډ او چېک جمهوریت یو زر مکعب میټره ګېس په پنځه سوه ډالره رانیسي خو د پولې پورې غاړه جرمني یې بیا په څلور سوه ډالر اخلي؟

په اکسفورډ پوهنتون کې د انرژۍ زدکړو څانګه کې د روسي تېل او ګېس کارپوه جېمز هنډرسن وايي، چې د انرژۍ روسی سرکاري شرکت په اصل کې د اجاردار سوداګر غوندې په مارکېټ کې د مورمئرې«توپیري» چلند کوي. دوی ګوري چې یو هېواد څومره ونډه ګېس کاروي او د انرژۍ نورې سرچینې هم لري که نه، نو په هغه حساب یې نرخ لګوي؟

د روسي ګېس ځینې پېرېدونکي

د اروپا ځینې خوار هېوادونه روسی ګېس په لوړه بیه رانیسي. په پنځو بې وزله اروپايي هېوادونو کې یوازې مالدووا روسی ګېس په لږ ټیټ وړ نرخ پېري. اروپايي پینځم خوار هېواد مقدونیه بیا تر ټولو په لوی نرخ روسی ګېس رانیسي چې د یو زر مکعب میټر لپاره څلور سوه څلور شپېته ډالر پرې کوي. بل هېواد بیا بوسنیا هرزېګوینا دی چې د جرمنیانو په پرتله یې میاشتنۍ تنخا پنځه چنده ټیټه ده، هغوی بیا یو زر مکعب میټره ګېس په ۴۱۵ ډالر پېري.

ځینې شتمن اروپايي هېوادونه چې روسی ګېس په ټیټه بیه پېري، د روس پر وړاندې د نرم دریځ تور پرې لګېږي. په مارچ میاشت کې د روسیې لخوا د اوکراینۍ ټاپووزمې کرایمیا له ځان سره د پیوندولو«الحاقولو» پس او ورپسې بیا د اوکراین ختیځ کې شخړې راوټوکېدولې، او هلته پر روسیې تور دی چې له بېلتونپالو سره مرسته کوي، امریکا متحده ایالاتونو او اروپايي ټولنې پر مسکو هدفي اقتصادي بندیزونه ولګول. خو جرمني، استریا، او فرانسې – چې هر یو یې پر یو زر مکعب میټره ګېس تر ۴۰۰ ډالر کمه بیه ورکوي – د روسيې پر وړاندې د سختو ناغو لګولو پر ضد د مقاومت تور لګېږي.

د ګازپروم ټر ټولو غټ پېرېدونکی جرمني، چې په ۲۰۱۳م کال یې ۴۰ میلیارد مکعب میټره ګېس رانیولی وو، د جرمن صنعتي مشرانو تر فشار لاندې ده چې پر روسیې له سختو بندیزونو لګولو پر شا شي. فرانسه هم له خپله هغه انکاره پر شا شوه چې پر روسیې د ګڼ-میلیاردونو ډالرو جنګي الوتکې پلوري او اسټریا هم په جون میاشت کې یو تړون وکړ چې د اوکراین په څنګ ته کولو سره اسټریايي ګېس نللیکه وغځوي. تر دې تړون څه کم یوه اونۍ وړاندې اروپايي ټولنې بلغاریه په کامیابۍ له دې کاره راوګرځوله چې د اوکراین په څنګ ته کولو سره دې له مسکو سره د نللیکې غځولو تړون نه کوي. د دې ګېس نللیکې نوم «جنوبي بهانده نللیکه« ده. کرېملن د خپلې ګمرګي «محصولاتي» اتحادیې سر ه د نورو هېوادونو نښلولو لپاره ګېس د یوې لویې الې په توګه کاروي، چې پکې دا مهال بېلاروسیه او قزافستان راځي. ارمېنیا هم له دې اتحادیې سره د یو ځای کېدو اشاره ورکړې.

اړوند

XS
SM
MD
LG